د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ څخه دویمه شل اوریزه نړیواله لوبه وګټله
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه شل اوریزه نړیواله سیالې کې د اېرلنډ لوبډلې ته د ۱۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. افغان لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځولو سره ۱۵۲ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ایرلنډ ته یې د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې په ګټه محمد نبي ښه توپ اچونه وکړه او ۵۹ مډې یې جوړې کړې.
د ایرلنډ لوبډله ونه توانیده چې د افغان لوبډلې له خوا ټاکل شوی هدف پوره کړي او د لسو منډو په توپیر سره یې لوبه بایلوده.