له لیبیا څخه اروپا ته د رسېدو په لټه کې ۶۰ تنه کډوال په اوبو کې ډوب شوي دي

AP ۱۴۰۲ کب ۲۵

یوې مرستندویه ډلې د پنجشنبې په ورځ وویل، د کډوالو په یوې کښتۍ کې چې له لیبیا څخه اروپا ته روانه وه، لږ تر لږه ۶۰ سورلۍ یې مړې شوې دي.
ژغورونکو ډلو راپور ورکړی، چې په مړو شویو کسانو کې ښځې او یو ماشوم هم شامل دي.

د ژغورونکې ډلې په وینا، ۲۲۴ کسان یې له بېلابېلو کښتیو څخه ژغورلي هم دي.
په دغو ژغورل شویو کسانو کې۲۵ تنو یې د لیبیا له زاویا څخه د مارچ په اتمې نېټې حرکت کړی و.
ورته مهال د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي، چې «په مرکزي مدیترانه کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله خواشینی دی.»
له ۲۰۱۶ کال راهیسې په مدیترانې سمندرګي کې تر ۳۹۰۰۰ ډېر کسان ژغورل شوي دي، چې ډېری یې د مرکزي مدیترانې له لارې چې د نړۍ تر ټولو ګواښوونکې لاره ده ژغورل شوي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، تېر کال د مدیترانې له لارې اروپا ته د تلو په لټه کې ۳۱۰۵ کډوال مړه او یا هم ورک شوي دي. سږ کال تر دې دمه د مړو شویو کسانو شمېره ۲۷۸ ته رسېدلې ده.

نور خبرونه

رادیو