د بریتانیا د چکرل ښار ټولنه: افغان کډوالو له اړتیا ډېرې عامه مرستې تر لاسه کړې

AP ۱۴۰۲ کب ۲۵

د بریتانیا د چکرل ښار ټولنه وايي، چې په یوه پوځي کمپ کې افغان کډوالو له اړتیا ډېرې عامه مرستې ترلاسه کړې دي.

دغې ټولنې د دې ښار له خلکو د مننې ترڅنګ ویلي، چې مرستې کافي دي او د جامو، لوبتوکو او د روغتیاي محصولاتو برخه کې نورې مرستې ته اړتیا نشته.

د (dorsetecho) ورځپاڼې د راپور له مخې، دغو افغان کډوالو بریتانیا ته له رسېدو وروسته د خپلو ماشومانو لپاره کافي جامې او وسایل نه لرل، خو د اړتیا وړ توکي ورته د چکرل ښار د ټولنې او سیمه ییزو ډلو په همکارۍ چمتو او ورکړل شول.

دغه افغان کډوال په موقتي کمپت کې اوسېږي او ویل شوي چې دایمي استوګنځیو ته به انتقال شي.

دغو افغان کډوالو پخوا په افغانستان کې د بریتانیا له وسله والو ځواکونو او د دغه هېواد له نورو دولتي څانګو سره همکاري کړې ده.

نور خبرونه

رادیو