معترضې مېرمنې: منیژه صدیقي د طالبانو په زندان کې سخته ناروغه ده

AP ۱۴۰۲ کب ۲۴

د افغانستان د مېرمنو غورځنګ ملګرو ملتونو ته د یو لیک په ترڅ کې د ښځو د حقونو د فعاله غړې منیژې صدیقي پر وضعیت اندېښنه ښودلې.
په لیک کې ویل شوي، چې د څرخي پله په زندان کې منیژه د «طالبانو د سختو ربړونو له امله ناروغه» شوې او وضعیت یې اندېښمنوونکی دی.

په دغه لیک چې یوه کاپی یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې او د چهارشنبې په ورځ خپره شوې د معترضو ښځو غورځنګ ویلي، چې طالبانو د منیژې کورنۍ ته اجازه نه ده ورکړې چې هغې ته دارو درمل ورسوي.
په لیک کې راغلي، چې طالبانو دغه مېرمن د دغې ډلې د مشر د عکس په سوځولو تورنه کړې ده.

دغه غورځنګ له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د منیژه صدیقي وضعیت ته دې په بېړنۍ توګه پاملرنه وکړي او «په مجازي غبرګونو چې هیڅ لاسته راوړنه نه لري بسنه نه کوي.»
د طالبانو استخباراتي ادارې د افغانستان د ښځو د غورځنګ غړې منیژه صدیقي د تلې میاشت په ۱۷مه نېټه نېولې او بیا یې د څرخي پله زندان ته لېږدولې ده.

طالبانو تر اوسه د منیژې د نیولو او په زندان کې د نوموړې د وضعیت په اړه څه نه دي ویلي.
د بښنې نړۍوال سازمان چې د هغې او دوو نورو افغان فعالانو د خوشې کولو په اړه کمپاین پیل کړی، ویلي چې دغه کسان په «جعلي یا کلپو» تورونو نیول شوي او د عادلانه محکمې وخت هم هغوی ته نه دی ورکړل شوی.

نور خبرونه

رادیو