افغان کرېکټ بورډ د اېرلنډ پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لپاره نوملړ اعلان کړ

د افغانستان کرېکټ بورډ د اېرلنډ پر وړاندې د راتلونکو درېیو شل اوریزو لوبو لپاره ۱۵ کسیز نوملړ اعلان کړ. په دغه اعلان شوي نوملړ کې د راشدخان او مجیب الرحمان ځدراڼ نومونه هم شامل دي.

راشدخان د ملا له عملیاته وروسته له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په استراحت کې و او مجیب الرحمان ځدراڼ د سریلانکا پر وړاندې د لوبو تمرین پرمهال ټپي شوی و او له هغه وخت راهیسې یې په لوبو کې برخه نه اخیسته.
په دغو لوبو کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډلمشري هم د راشدخان پر غاړه ده.
په دغه ۱۵کسیز نوملړ کې د راشدخان او مجیب الرحمان ترڅنګ د ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګربز، صدیق اتل، اعجاز احمدزي، اسحاق رحیمي، محمدنبي، ننګیال خروټي، عظمت الله عمرزي، نوراحمد لکڼوال، وفادار مومند، فرید ملک، نوین الحق او د فضل الحق فاروقي نومونه شامل دي.
د اېرلنډ پر وړاندې دغه لوبې سبا جمعه د کابل په وخت د ماسخوتن ۸:۳۰ بجې په شارجه کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې پیلېږي.
افغانستان تر دې وړاندې له اېرلنډ څخه د دوو لوبو په ګټلو او د باران له کبله د یوې لوبې له لغوه کېدو وروسته د یو ورځنیو لوبو سریز وګاټه؛ خو له هغه وړاندې اېرلنډ بیا له افغانستانه یوازینۍ ټېسټ لوبه د شپږو وېکټو په توپیر ګټلې وه.