چاپیریال؛ په تېرو درېیو اونیو کې د اورښتونو له امله۸۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو تر کنټرول لاندې پېښو ته د رسېدنې وزارت وايي، چې په تېرو درېیو اونیو کې د درنو واورو او بارانونو له امله په ټول افغانستان کې ۶۰ کسان مړه شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې پېښو ته د رسېدنې وزارت ویاند ملا جان سایق ویلي، چې په دغو واورو او بارانونو کې ۱۷۷ زره او ۹۱۱ څاروي هم له منځه تللي دي.
د نوموړي په وینا؛ د ځاني تلفاتو ترڅنګ بیا شاوخوا یو زرو شپږ سوه کورونه په بشپړه او سطحي توګه هم ویجاړ شوي دي.
ملا جان سایق ویلي، چې پېښو ته د رسېدنې وزارت د ملي او نړۍوالو سازمانونو په همکارۍ سره ۲۲ زره او ۴۱۵ کورنیو ته د خوړو او سرپناه مرسته هم کړې ده او زیانمنو کسانو ته د مرستو رسولو لړۍ همداراز دوام لري.
سږکال په بېلابېلو ولایتونو کې درنو واورو او بارانو د ډېرو خلکو ژوند ستونزمن کړی دی او په وروستیو څو ورځو کې د یو شمېر لویو لارو د بندېدو ترڅنګ د ځینو هوایي ډګرونه الوتنې هم ځنډېدلي دي.

د یادولو ده چې، د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د یوه خبر په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو دفاع وزارت د هرات _اسلام کلا پر لويه لار ۴۰۰ تنه چې د سېلابونو د راوتلو له امله بند پاتې وو ژغورلي دي.