کرنه؛ په ننګرهار ولایت کې زرګونه جریبه ځمکې په شنو کرنیزو ځمکو بدلې شوې دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/382d3c56a2058c1380cace85d613471238749421-680x455.jpg?rect=0,37,680,383&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
په ننګرهار ولایت کې د کونړ سیند ته څېرمه ۲۴ زره جریبه ځمکه په شنو کرنیزو ځمکو بدلې شوې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په خپل اېکس کې لیکلي، چې په دغو ځمکو کې غنم کرل شوې دي.
ددغه سازمان په خبره؛ یاده اندازه ځمکې د ځايي او جاپاني اوبو لګولو د ميتودونو له مخې په حاصلاتي ځمکو بدلې شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) لیکلي، چې له دې کروندې څخه شاوخوا ۶۵۰ زره کسانو ته ګټه رسېدلې ده.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه جریبه شاړې ځمکې شته چې په کرنیزه کېدو سره به یې په ولایتونو کې د خلکو اړتیاوې پوره شي.
که څه هم له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې د بېلابېلو پروژو او بهرنیو هېوادونو د مرستو له لارې ډېره اندازه ځمکه کرنیزه شوې ده؛ خو د افغانستان اړتیاو ته په کتو سره بسنه نه کوي.
د یادولو ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دغې ډلې د مشر په امر د کوکنارو کرل هم په ټول هېواد کې منع شوې دي او اوسمهال یې کروندګر بدیل غواړي؛ خو ایران بیا وايي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت له منځه نه دی تللی.