د پارا ټکوانډو درې کسیزه ډله چین ته ولاړه
د افغانستان د پارا ټکوانډو درې کسیزه لوبډله په پاریس کې د المپیک نړۍوالو سیالیو ته د لارموندنې او ګډون په موخه نن چهارشنبه (د کب په ۲۳مه) چین ته ولاړه.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک ملي کميټې او سپورت عمومي ریاست په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې په دغه لوبډله کې یو روزونکی او دوه لوبغاړي شامل دي، چې له بریا وروسته به د پاریس المپیکي نړۍوالو سیالیو ته لار ومومي.
دغه سیالۍ د چین په لینان ښار کې ترسره کېږي، چې د روانې کب میاشتې پر ۲۴مه به پیل او د وري تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.