د سالنګونو لویه لار د تېزې واورې او توپان له امله د ټرافیکو لپاره یو ځلې بیا وتړل شوه
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/fdee1c67c7a1e8dc857a5f5105ecd4efa2269978-1125x648.jpg?rect=0,8,1125,633&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو د ټولګټو چارو وازرت ویاند محمداشرف حقشناس خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویه لار د تېزې واورې ورېدو، توپان د دید کچې د کمېدو او د ځاني او مالي زيانونو د مخنيوي په موخه تېره شپه په ۸:۳۰ نيمو بجو په وقفهيي ډول د تګ راتګ لپاره وتړل شوه.
هغه د کب په ۲۳مه په اېکس پاڼه لیکلي، د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست هڅه کوي چې د سالنګونو په دواړو خواوو کې بند پاتې وسايط او مسافر وژغوري او خوندي ځايونو ته يې ولېږدوي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت له خلکو غوښتي، چې له حوصلې کار واخلي او د دغه وزارت تر بلې خبرتيا دې په دغې لويې لارې تګ راتګ ونه کړي.
د روان کال په لړ کې او د سلواغې میاشتې په رارسېدو د سالنګ لویه لار او ځینې نورې لارې د سختو واورو او توپانونو له امله څو، څو ځلې تړل شوې وې.