د امریکا په نوې مکسیکو کې یو افغان کډوال د درېیو وژنو په تور محاکمه کیږي

AP ۱۴۰۲ کب ۲۲

امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا د متحده ایالاتو په نوې مکسیکو کې یو افغان کډوال محمد سعید د دریو کسانو د وژنې په تور نن محاکمه کیږي.

واشنګټن پوسټ په خپل راپور کې وايي، په نوې مکسیکو کې د مسلمانانو اتحادیې ورته ویلي، چې وژل شوي کسان د دغې ټولنې غړي او مسلمانان وو.

نن به د نوې مکسیکو په البوکریک کې د محمد سعید لومړنۍ محاکمه وي.

نوموړی څو کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره یو ځای امریکا ته کډوال شوی دی.

محمد سعید چې په انګلیسي نه پوهېږي په دغو وژنو کې یې خپل لاس لرل رد کړي دي او دا چاره یې د پولیسو له خوا یوازې یو شک ګڼلی دی.

راپورونه وايي، چې لومړنۍ محاکمه د ۴۱ کلن افتاب حسین د مړینې په اړه ده، چې د۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۶ شپه د هغه کور ته نږدې د موټر له درولو وروسته ووژل شو.

د راپور له مخې، دویمه محاکمه به د انجنیر محمد افضل حسین وژنه وي، چې کور ته پر لاره وژل شوی او دریمه به د نعیم حسین وي، چې په موټر کې په ډزو وژل شوی دی.

د البوکرک پولیسو له خوا د ثبت شوي لومړني جرمي شکایت له مخې، پلټونکو معلومه کړې، چې د سعید په موټر کې موندل شوې مرمۍ د هغه وسلو له کچې سره سمون لري، چې ګومان کیږي د یادو کسانو په وژنه کې کارول شوې وې.

پولیسو د سعید د ټیلفون غږیز پیغامونه هم تر لاسه کړي، چې ښيي زوی یې له خپل پلار سره د نعیم حسین په تعقیب کې مرسته کړې وه.

په ورته وخت کې د محمد سعید زوی شاهین سعید په ۲۰۲۱ کال کې له یوه ځایي پلورنځي څخه د ټوپک اخیستو پر مهال د جعلي ادرس په ورکولو تورن شو.

نور خبرونه

رادیو