کرېکټ: ایرلنډ پچه وګټله او افغانستان هم ورته د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د درې ورځنیو کرېکټ سیالیو وروستۍ لوبه کې افغانستان دغه هېواد ته د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه.

دغه لوبې نن سې ‌شنبه د مازدیګر په ۴ بجو د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیل شوې دي.
د لوبې پچه چې ایرلنډ وګټله لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د افغانستان د کرېکټ لوبغاړو په پنځوسو اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ایرلنډ ته یې د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ایرلنډ ملي لوبډلې سره د روانې پنځوس‌ اوریزې لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه کوي.
افغان لوبډلې د دې پړاو سیالیو په لومړۍ لوبه کې ایرلنډ ته د ۳۵ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه؛ خو وړمه ورځ د دواړو لوبدلو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه بیا د باران له امله ونه شوه.
د راپورونو له مخې، افغانستان او ایرلنډ تر اوسه په خپلو کې ۳۰ نړۍوالې یو ورځنۍ لوبې کړي، چې افغانستان په کې ۱۷ ګتلي، یوه لوبه بې پایلې پای ته رسېدلې او یوه لوبه لغوه شوې ده.