د طالبانو د احصایې اداره وايي، چې د افغانستان نفوس نږدې ۳۵ میلیونه تنه دی

د طالبانو د احصایې ادارې ویاند ویلي چې د دې ادارې د اټکل له مخې د افغانستان نفوس څه باندې ۳۴.۹ میلیونه تنه دی. محمد حلیم رافع وویل چې د دغو وګړو «۵۱ سلنه نفوس نارینه او ۴۹ سلنه ښځې دي.»

هغه ومنله چې دوی د کره سرشمیرنې لپاره اړینه بودجه نه لري.

حلیم رافع وايي، واک د طالبانو تر رسېدو وروسته دغې ادارې څه باندې ۶.۵ میلیون برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي خو دغه شمېر کومو خپلواکو ادارو نه دی تاييد کړی.

د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون د دوشنبې په ورځ د (کب۲۱مه) د محمد حلیم رافع له قوله ویلي چې د افغانستان د وګړو د کره سرشمیرنې لپاره په یوه نوي پروګرام کار روان دی.

د هغه په ​​وينا، د کره سرشمېرنې لپاره ډېرې بودجې​​ ته اړتيا ده، چې که ورکړل شي نو کره سرشمېرنه به ترسره کړي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې ویاند ویلي چې په افغانستان کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره ۷۶ فعال مرکزونه لري چې ډېری یې په کابل کې فعالیت کوي.

محمد حلیم رافع وویل چې د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې په ۱۴۰۲ کال کې په ټول افغانستان کې څلور مهمې سروې ترسره کړې.

واک ته دطالبانو تر رسیدو وروسته دغې ډلې اعلان وکړ چې د افغانستان د وګړو د سرشمیرنې په لټه کې دي.