طالبان: لسګونه زره بې ځایه شوې کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته د ستنېدو په تمه دي

AP ۱۴۰۲ کب ۲۰

د طالبانو د کډوالو چارو مرستیال وویل، چې لسګونه زره داخلي بې ځایه شوې کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته ستنیدو ته چمتو دي.

عبدالرحمن راشد دغه موضوع د یکشنبې په ورځ (د کپ ۲۰مه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له یوې مسوولې ګلریا لازیک سره په کتنه کې مطرح کړه.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه زرګونه بې ځایه شوې کورنۍ په کابل کې دي؛ خو دا یې نه ده څرګنده کړې، چې د دوی «اصلي سیمې» چیرته دي.

راشد زیاته کړه، دوی انتظار باسي چې خپلو اصلي سیمو ته ولیږدول شي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه طالب چارواکي خپلو سیمو ته د دغو کډوالو د لېږد په اړه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مرکزي دفتر سره خبرې کړې دي.

خبرپانه زیاتوي، چې د طالبانو د کډوالو چارو مرستیال له مرستندویه ادارو او بنسټونو غوښتي، چې خپلو اصلي سیمو ته د کډوالو په لیږد کې همکاري وکړي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، د ملګرو ملتونو دغه چارواکي په دې ناسته کې ویلي، چې د کډوالو په لېږدولو کې به همکاري وکړي.

د کډوالو چارو وزارت په تېر حکومت او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د سلګونو زرو کورنیو بې ځایه شویو په اړه خبرې کړې او له نړیوالو بنسټونو یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

له پاکستان څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو له ویستلو وروسته د داخلي بې ځایه شویو سربیره، ډیری دغه کډوال هم په موقتي کمپونو کې ژوند کوي. په دغو کمپونو کې ځینې یې د کابل په شاوخوا کې جوړ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو