د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د عمران د ګوند یو شمېر مشران نيول شوي دي
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان پوليسو په بېلابېلو سیمو او په ځانګړي ډول په لاهور ښار کې د عمران خان د ګوند لوړ رتبه چارواکي د غونډې له پيلېدو مخکي نیولي دي.
د پاکستان انصاف غورځنګ ګوند په ټاکنو کې د وروستيو پايلو پر ضد د لاريونونو لپاره پر خپلو پلويانو غږ کړی، چې په شویو درغلیو دې چوپ نه پاتې کیږي.
د دې خبر له مخې، د عمران ګوند اړوند وکيلانو او مشرانو په اسلام اباد، لاهور، کراچۍ او پېښور کې د وروستيو ټاکنو د پايلو پر ضد غوښتل لاريونونه تر سره کړي.
پاکستاني جيو نيوز ټلویزیون هم اعلان کړی، چې پوليسو په لاهور ښار کې د تحریک انصاف ګوند دوه لوړپوړي مشران نيولي دي.
د عمران خان ګونډ په ټاکنو کې د درغليو ادعا کوي او په پاکستان کې اوسنۍ واکمنه ډله د ټاکنو کمېسیون سره د همکارۍ په لاس لرلو تورنوي.
د دې ګوند پارلماني غړو په وروستيو ورځو کې د قومي اسمبلۍ په عمومي غونډه کې د عمران د عکسونو په لرلو د هغه د خلاصون غوښتنه وکړه.
عمران خان د ۱۳۹۷ کال څخه تر ۱۴۰۱ کال د وري مياشت پورې د پاکستان لومړۍ وزير و.
نوموړی له همدې کال د اوړي راهيسي د مالي، سياسي او امنيتي فساد په ګڼو فضيو کې د لاس لرلو له امله په زندان کې دی.
شهباز شريف تېره اونۍ د پاکستان د پارلمان د رايو په اکثريت سره د دغه هېواد د ٢٤م لومړي وزير په توګه وټاکل شو.
هغه د خپلې لومړۍ وينا؛ پر مهال مخالفو ډلو ته بلنه ورکړه، چې د هېواد د کورنيو کړکېچونو او ستونزو په حل کې دې ورسره برخه واخلي.
شریف په پاکستان کې د وروستيو ټاکنو د پايلو پر ضد د لاریون کوونکو استازو ته په خطاب کې وويل، چې په هېواد کې د سرغړونو د مخنيوي لپاره عدالتونه او ادارې فعالې دي او لاریون کوونکي ګوندونه په ازاده توگه خپل مسايل وړاندي کولی شي.