‏د طالبانو د کډوالو وزارت: سلګونه کډوال په جبري توګه له پاکستانه ستانه کړای شول

AP ۱۴۰۲ کب ۱۹

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت ‏د ننګرهار د تورخم د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې خبر ورکړی، چې ۴۷۱ تنه افغان کډوال د کب پر ۱۷مه په جبري توګه له پاکستانه ستانه کړای شول.

د راپور له مخې، دغه راستنېدونکي کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو نړۍوال ‏سازمان او د کډوالۍ نړۍوالې ادارې ته ور وپېژندل شول.
د پاکستان د رسمي شمېرو له مخې، له پاکستانه د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر له ۵۰۳ زرو اوښتی دی.
که څه هم په پاکستان کې حکومت نوی شو او د پاکستان پخواني لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي؛ خو له بل پلوه تېره ورځ په تورخم کې د پاکستان ځايي حکومتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي و، چې د روانې مارچ میاشتې له ۳۱مې نېټې وروسته ناروغانو او موټرچلوونکو ته له ویزې پرته پاکستان ته د سفر اجازه نه ورکول کېږي.
په دې اړه تېره ورځ په تورخم کې پر دېوالانو په پښتو او اردو ژبو اعلانونه هم لګول شوي وو.
سرچینې زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت دا ځل پر افغان ناروغانو او موټر چلوونکو د ویزې شرط حتمي کړی دی.

نور خبرونه

رادیو