د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې افغان کډوالو د ښځو سره د پیوستون نړۍواله ورځ ونمانځله

AP ۱۴۰۲ کب ۱۸

په پلازمېنه اسلام اباد او د پېښور ښار په یو شمېر سیمو کې ګڼو افغانانو د مارچ اتمه ونمانځله او په ترڅ کې یې د یو شمېر مخکښو مېرمنو د ستایلو تر څنګ پر هغوی ډالۍ هم ووېشلې.

د اسلام اباد په بي۱۷ ښارګوټي کې لسګونه افغانانو د ښځو سره د پیوستون د نړۍوالې ورځې په پار په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د دغې ورځې نمانځنه د دوی د فرهنګ او کلتور یوه برخه ده او د دوی په وینا په هیڅ دول د خپلو دغه شان فرهنګي ارزښتونو څخه نه به شا کېدونکي دي.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مرستیال میوند عالمي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: موږ افغانان په هر حالت کې خپل فرهنګي ارزښتونه ساتو او هغو ته د قدر په سترګه ګورو، دلته افغانانو دا وپتییله، چې د خپلو افغانو کډوالو خویندو د ستایلو او نمانځنو لپاره دغه غونډه جوړه کړي او په خپل شخصي لګښت یې دغسې شانداره غونډه جوړه کړه او یو شمېر مېرمنو ته مو ډالۍ هم ورکړې.


میوند عالمي دا رنګه وویل، چې د دوی شورا د ښځو سره د پیوستون د نړۍوالې ورځې تر څنګ تل د افغانستان د ویاړلو ورځو نمانځنه کړې او خپلې مخکښې افغانانې یې ستایلې او د بې‌وزلو کورنیو لاسنیوی یې هم کړی.
د دغې غونډې یوې برخه والې سلما ایوبي وايي، سره له دې چې دوی په کډوالۍ کې له کړاوونو ډک ژوند تېروي؛ خو بیا هم خپلې دودېزې ورځې نمانځي.

هغې زیاته کړه: موږ له همدغه ځایه د خپلو هغو خویندو غږ هم اوچتوو، چې دا مهال د طالبانو تر ظلم لاندې ژوند کوي او خپل غږ د طالبانو د وحشت له وېرې نه شي پورته کولای، موږ تل په اسلام اباد کې له نړۍوالو سره د خپلو هغو خویندو ستونزې شریکې کړې چې دا مهال په افغانستان کې د طالبانو له ظلمونو سره مخامخې دي.
د اسلام اباد تر څنګ د پېښور په بېلابېلو سیمو کې هم د دغې ورځې نمانځنه شوې او یو شمېر مېرمنې په کې ستایل شوې دي.
د پېښور پوهنتون د انجنییرۍ په پوهنځي کې جوړې شوې غونډې ته یو شمېر افغانانې هم وربلل شوې وې او ډالۍ هم پرې ووېشل شوې.

نور خبرونه

رادیو