کندهار کې دوه پخوانۍ پولیسې؛ یوه د نورو کورونه پاکوي او بله سوال کوي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۸

۳۸ کلنه پرښته، چې د دوو لوڼو او دريو زامنو مور ده خاوند یې مړ شوی او دا د کور چارې سمبالوي.

پرښتې په کندهار کې پنځه کاله د پوليسو په لیکو کې دنده کړې، خو د طالبانو په راتګ بې کاره شوې.

د تېر جمهوري نظام دا پوليسه وايي دامهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او د کورنۍ د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د نورو کورونه پاکوی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په واک ترلاسولو سره په دې ولایت کې د تېر حکومت نظامي کارکوونکې له دندو لرې کړې او پر کور د تنخا ورکولو ژمنه یې ورسره وکړه، خو پرښته وايي، له یوه کال راهیسې تنخا نه ده ور کړل شوې.

هغه زياتوي: « پنځه يتيمان اولادونه او د کور سرپرستي زما په غاړه ده، زما ټولې همکاراني پر کور دي، اسلامي امارت موږ ته د تنخا را کولو وعده کړې؛ خو تر يو کال زيات کېږي، چې تنخا يې نه ده راکړې.»

پرښته اوس د يوه ډاکټر په کور کې د میاشتي په ۵ زره افغانۍ پخلۍ کوي او کالي ورته مینځي.

ګلپري يوه بله پولیسه ده او وايي، د کار د نشتوالي له له کبله سوال کولو ته مجبوره شوې.

هغه وايي: « په کندهار کې د ښځو لپاره هيڅ دنده نشته، زيات مجبوريت مې سوال کولو ته اړباسي.»

دغه پوليسې د طالبانو پر مشرتابه ږغ کوي، چې که يې لاسنیوی نه شي کولای، په ټولنه کې دې ښځو ته د کار زمينه برابره کړي.

په کندهار کې د تېر نظام پر مهال ۱۸۵ ښځينه پولیسو په بېلابېلو برخو کې دندې درلودې.

دغو پوليسو به زیات مهال په ادارو کې د ښځينه مراجعینو او په عمومي بازارونو کې د مېرمنو د تلاشي او د کورنو د پلټنو پر مهال د ښځو د پوښتلو مسولیتونه درلودل.

د طالبانو واکمنېدو سره د کندهار په ټولو دولتي ادارو په خاص ډول امنيتي برخه کې یوه ښځه هم دوامداره دنده نه لري، یوازې د اړتیا پر مهال ځینې وخت له دوی یو شمېر غوښتل کېږي.

په دې ولایت کې يوازي په روغتيايي برخه کې نرساني او قابلې دندې لري، چې هغه هم د زياتو محدودیتونو سره مخ دي.

په کور دننه او بهر ډېری افغان فعالاني او د بشري حقونو د ملاتړ بنسټونو پر طالبانو ږغ کړی، چې د ښځو لپاره پر زدکړو او کار بنديزونه دي ژر ليري کړي.

خو دې ډلې تر اوسه د افغانانو او بهرنيانوغوښتونو ته مثبت جواب نه دی ويلی.

نور خبرونه

رادیو