د مارچ اتمه؛ د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان مېرمنو په ژوند کې کوم بدلونونه راغلي؟

AP ۱۴۰۲ کب ۱۸

نن د مارچ اتمه د ښځو د نړۍوالې ورځې سره برابره ده؛ خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نه یوازې دا چې دغه ورځ نه نمانځل کېږي، بلکې ورځ تر بلې پر ښځو تازه بندیزونه هم لګول کېږي او دوی له خپلو حقه حقونو بې برخې کېږي.

د جمهوریت پرمهال د افغان ښځو لپاره د دولتي ادارو له‌خوا دغه ورځ د غونډو په جوړولو سره نمانځل کېده؛ خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان مېرمنو په ژوند کې څومره بدلون راغلی؟

په دغه راپورونو کې د طالبانو له‌خوا پر افغان مېرمنو او نجونو لګېدلیو بندیزونو ته یو ځغلنده کتنه شوې ده.
د طالبانو له واکمنېدو سره سم دغې ډلې له خپلو دولتي ادارو تر امر ثاني پورې د ښځینه کارکوونکو دندې وځنډولې.
له هغه وروسته یې له شپږم ټولګي د پورته نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې وتړلې او دا یې وویل، چې دغه دروازې به تر امرثاني پورې تړلې پاتې وي؛ تر څو دوی د نجونو د زده‌کړو له پاره مناسب چاپېریال او درسي نصاب برابر کړي.
نن له دغې پرېکړې شاوخوا له ۹۰۰ څخه زیاتې ورځې تېرېږي؛ خو طالبان لاهم پر دې نه دي توانېدلي، چې د دوی په وینا یو درسي نصاب یا د زده‌کړو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.

طالبانو ان په نادولتي ادارو کې هم د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز ولګاوه، چې دې کار د نړۍوالو دفترونو غوصه راوپاروله او دغه بنسټونه دې اړ شول، چې خپل دفترونه وتړي.
که څه هم د طالبانو دغې پرېکړې نړۍوال غبرګونونه راوپارول؛ خو دغه ډله لا هم له خپلې پرېکړې نه ده په شا شوې.
که څه هم طالبانو په لومړیو کې د لوړو زده‌کړو په بنسټونو کې ښځو ته د ځینو محدودیتونو سره د زده‌کړو اجازه ورکړې وه؛ خو بیا یې د پوهنتونونو دروازې هم ور وتړلې.
له هغه وروسته طالبانو د ښځو لپاره تفریحي ځایونو ته پر تګ هم بندیز ولګاوه ان له محرم پرته ښځې نور یوازې د سفر کولو حق نلري.

دغې پرېکړې د هغو مېرمنو لپاره سختې ستونزې راولاړې کړې، کومې چې د کور سرپرستي پر غاړه لري او یاهم په کورنۍ کې نارینه نلري.
طالبانو ان د مخونو پوښل او حجاب هم جبري کړ او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې ټولو ته خبرداری ورکړ، که چا یې امر پر ځای نه کړ؛ نو نه یوازې دغه ښځینه بلکې د دوی د کورنۍ نارینه به هم سزا وویني.
په تېرو وروستیو کې طالبانو بیا په کابل او ځینو ولایتونو کې د «بې حجابۍ» په تور هم ښځې نیولې او بندیانې کړې وې، چې دغه کار یو ځلې بیا د نړۍوالو اندېښنې راوپارولې.
نن سبا افغان ښځینه خبریالانې ان د ټلویزیون په ښیښه له ماسک پرته د خپرونو د وړاندې کولو اجازه نه لري او ورځ تر بلې د دوی پر وړاندې محدودیتونه لا ډېرېږي.
په افغانستان کې اوس‌مهال ښځې ان د خپل غږ اوچتولو او د خبرو کولو ازادي نه لري، په عامه ځایونو کې د دوی لاریونونه وځپل شول او بندیانې شوې؛ نو ځکه ښځینه معترضې د کورونو دننه په پوښلي مخ په خواله رسنیو کې د تصویرونو او ویډیوګانو په خپرولو سره خپل اعتراضونه کوي.
په یوې تازه ارزونه کې دا هم راغلي، چې نن سبا افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو ناامنه هېواد دی.
نن سبا افغان مېرمنې داسې انګېري، چې نه ژوند لري او نه هم راتلونکې.

د جمهوریت پرتله د طالبانو په واکمنۍ کې نه یوازې دا چې افغان مېرمنو خپل ازادي او حقونه له لاسه ورکړي؛ بلکې د راپورونو له مخې د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی او د ځان وژنې پېښې هم ډېرې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو