خالد حنفي: هېڅوک نشي کولاى، چې يوه ښځه د هغې له خوښې پرته له بل چا سره واده کولو ته اړباسي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۸

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر خالد حنفي يوې ولسي غونډې ته د خپلې وینا پرمهال ويلي، چې د دوی ډله د اسلام په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمنه ده.
د هغه په وينا، هېڅوک نه شي کولاى چې يوه ښځه له خپلې خوښې پرته له بل چا سره واده کولو ته اړه کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خلکو ته د وینا پر مهال د ‏هغه له قوله لیکلي، چې د بهرنیانو د دسیسو د مخنیوي لپاره دې سره یو شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د همدغه وزارت له ادرسه په ښځو پراخه بندیزونه لګېدلي او له بل پلوه خپله طالب چارواکو ډېری کورنۍ دې ته اړ اېستې، چې خپلې لوڼې دوی ته په نکاح کړي.
تر دې وړاندې د بشري حقونو ځینو بنسټونو د راپورونو په خپرولو سره اندېښنه ښودلې وه، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته جبري ودونه او له ماشومانو ناوړه جنسي ګټه اخیستنه ډېره شوې ده.
له بل پلوه افغان مېرمنې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت پر دې تورنوي، چې دغه ډله هڅه کوي دوی څنډې ته کړي.
ورته مهال په تازه سروې کې نن سبا افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو ناامنه هېواد وپېژندل شو.

نور خبرونه

رادیو