افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په ډله کې دی، چې د ښځینه سوداګرو لپاره ښه ځای نه‌ دی

AP ۱۴۰۲ کب ۱۸

افغان ښځو خپلې دندې، زده‌کړې، په ټولنه کې سیاسي او ټولنیزه ونډه او دې ته ورته لسګونه د ژوند نور اساسي حقونه له لاسه ورکړل؛ خو لا یې هم خپلې هېلې ژوندۍ ساتلې دي.

که څه هم اوس نړۍ د افغانستان ښځو ته د بې‌چاره قشر په سترګه ګوري؛ خو افغان ښځو له لسیزو وروسته په تېرو دوه نیمو کلونو کې له ټولو بندېزونو سره سره تاریخ جوړ کړی دی.
د طالبانو پر وړاندې د ښځو درېدل، لاریونونه، په نړۍواله کچه د غږ پورته کول او د بېلابېلو اعتراضي خوځښتونو جوړېدل هغه لاملونه دي، چې تراوسه پورې د نړۍ هیڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د ښځو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی، ناسم چلند، له زده‌کړو بې برخې کول، د دندو او لسګونه نورو لومړنیو حقونو اخیستو بیا هم افغان ښځې کمزوره نه کړې او په بېلابېلو برخو کې یې خپله مبارزه روانه وساتله.
سره له دې چې ښځو د جمهوریت په شاوخوا شلو کلونو کې سوداګري کوله؛ خو د طالبانو له حاکمیت وروسته د ښځينه سوداګرو شمېر څو برابره زیات شو.
نړۍوال بانک په ۲۰۲۳ کال کې د یوه راپور په خپرولو سره افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په ډله کې راوستی، چې د ښځینه سوداګرو لپاره تر ټولو بد ځای دی.
اوس پوښتنه دا ده، چې که افغانستان د ښځينه سوداګرو لپاره بد ځای دی بیا ولې د ښځينه سوداګرو شمېر زیات شوی؟
د طالبانو له پراخو بندیزونو سره ښځې څنګه خپلې سوداګریزې چارې پر مخ وړي؟
خپلو تولیداتو ته څنګه بازارونه پیدا کوي؟ او نړۍوال بانک په خپل راپور کې د کومو ستونزو پر بنسټ افغانستان د ښځينه سوداګرو لپاره بد هېواد بللی دی؟
دا هغه پوښتنې دي، چې په دې راپور کې به د ښځینه سوداګرو پر وړاندې شته ننګونې، شته فرصتونه او هغه لسګونه ستونزې را وسپړل شي، چې له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې ورسره لاس او ګرېوان دي.

د نړۍوال بانک راپور
نړۍوال بانک په ۲۰۲۳ کال کې ښځې، تجارت او قانون' تر عنوان لاندې د یوه راپور په خپرولو سره افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په ډله کې راوستی، چې د ښځینه سوداګرو لپاره تر ټولو بد ځای بلل شوی دی.
نړۍوال بانک په دغه راپور کې لیکلي، چې د افغانستان په ګډون په یاد شمېر هېوادونو کې ښځینه سوداګرې تر ټولو ټيټ عاید او اقتصاد لري.
له دې ټولو سره سره په افغانستان کې بیا د ښځينه سوداګرو د شمېر د زیاتېدو لامل په بې ساري توګه د ښځو وزګارېدل دي، ځينې مېرمنې له دندو و اېستل شوې، ځينو د فشارونو له امله دندې پرېښودې، د پوهنتون د زده‌کړیانو پر وړاندې د پوهنتون دروازې وتړل شوې او زرګونه نورو نجونو بیا د منځنیو ښوونځيو له بندېدو وروسته سوداګرۍ ته مخه کړه.
لاسي صنایع، د غالیو اوبدل، مالداري، د وچې مېوې پروسس، زعفران، د افغانستان د قیمتي ډبرو کار و بار او یو شمېر نورې برخې هغه څه دي، چې افغان ښځې پکې فعالیتونه او سوداګري کوي.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې روغتیايي برخې، خبریالي او د ښځو سوداګري هغه برخې دي، چې طالبانو یې مخه نه ده نیولې.
په دې راپور کې مو هڅه وکړه، څو په هېواد کې د ښځینه سوداګرو کره شمېره پیدا کړو؛ خو د طالبانو د سوداګرۍ خونې مشر محمد یونس مهمند له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې سره له دې چې د ښځینه سوداګرو د کره شمېرې په اړه څه و نه وېل، خو وایي چې د تېر پرتله د ښځینه سوداګرو شمېر څو برابره زیات شوی دی.
ښاغلي مهمند د ښځو بیا په ځانګړې توګه د ښځينه سوداګرو پر وړاندې پراخ محدودیتونه افوهات وبلل او زیاته یې کړه، چې د شریعت په چوکاټ کې هره افغانه ښځه پانګونه او سوداګري کولی شي.
نوموړي زمونږ د هغې پوښتنې په ځواب کې چې موخه یې له شرعي چوکاټ څخه څه دي، وویل چې بشپړ اسلامي حجاب او په سفرونو کې د محرم شتون هغه شرایط دي چې د ښځینه سوداګرو له‌خوا باید په پام کې ونیول شي.
د یو شمېر راپورونو له مخې، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا پنځوس زره ښځې په رسمي او غیر رسمي توګه په سوداګریزو چارو بوختې دي.
په راپورونو کې دغه راز راغلي، چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۱۲ سوه ښځو ته جوازونه ورکړي دي.
له دې سره، ښځینه سوداګرې بیا د طالبانو له محدودیتونو، نمایشي پروګرامونو او د بازارونو له نشتون څخه سرټکوي.
په دې راپور کې مو د ښځينه سوداګرو نظر هم اخیستی؛ خو تر هغه وړاندې به د ښځينه سوداګرو پر وړاندې د طالبي شرایطو او محدودیتونو په اړه ولیکو.

د ښځينه سوداګرو پر وړاندې محدودیتونه او د طالبانو شرایط

۱- طالبي حجاب
۲- د کار او سفر پر وخت د محرم شتون
۳- د ښځو کار یوازې ښځو ته
۴- پر تبلیغاتو بندیزونه
۵- د کانونو په برخه کې د ښځو د کار منع کېدل
۶- د نندارتونونو پرمهال د جبري ماسکونو کارول
۷- د پروژو د ورکړې په بدل کې د طالبانو صفت کول
۸- د ښځو او نارینه‌و د کار ځایونو جلا کېدل

د فرزاد عثمان شرکت مشرې فرزانې عطایي له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د جمهوریت پر مهال یې د وچې میوې د پروسس په برخه کې فعالیتونه کول؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې د بوټ جوړولو (لاسي صنایعو) په برخه کې کارونه پیل کړل.
نوموړې چې په همدې څو ورځو کې د افغان - ترکمن له نندارتون وروسته له ترکمنستانه هېواد ته ستنه شوې وایي، که څه هم له زیار اېستلو سره سره یې کارونه د پخوا په شان نه دي؛ خو بیا یې هم په خپله کوچنۍ کارخونه کې لسو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
مېرمن عطایي وایي، د دوی په ګډون د افغان - ترکمن په نندارتون کې کابو څوارلسو ښځينه سوداګرو برخه اخېستې وه.
د طالبانو د سوداګرۍ خونې مشر یونس مهمند وایي، په تېرو دوه نیمو کلونو کې د افغانستان په ګډون د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې د ښځينه سوداګرو توکو ته د بازار موندنې په موخه ډېر نندارتونونه جوړ شوي دي.
یو شمېر ښځينه سوداګرې بیا دغه نندارتونونه نمایشي بولي او وایي، چې طالبان خپلې ادارې ته د تبلیغاتو په موخه د نندارتون جوړېدو ته اجازه ورکوي؛ خو په نندارتون کې شرایط دومره سخت دي چې د دوی وخت ضایع کېږي، خو ګټه نه ترلاسه کوي.
په کابل کې په وروستیو څو نندارتونونو کې د ښځو او نارینه‌وو ګډو نندارتونو ته اجازه ورنکړل شوه او ان له دغه نندارتونونو څخه د لېدنې او د توکو پېرلو ته د نارینه‌وو د تګ مخه ونیول شوه.
د قناوېز په نوم د جامو جوړولو شرکت مشره اصیلا سادات وایي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو کارونه د تېر په پرتله کمرنګه شوې دي.
نوموړې وایي، د دوی په شرکت کې ښځو او نارینه‌وو په ګډه سره دنده ترسره کوله؛ خو د طالبانو د امربالمعروف وزارت له‌خوا څو ځلې د دوی شرکت ته کسان راغلل او خبرداری یې ورکړ، چې ښځې او نارینه په یوه ځای کې کار کولی نشي.
اصیلا سادات وایي: د ناسمو اقتصادي شرایطو له امله مې نشو کولی، چې نارینه‌وو ته جلا او ښځو ته جلا ځای ونیسم؛ نو مجبوره شوم چې هم خپل کارونه کم کړم او هم له کار څخه نارینه ځواب کړم.
سادات چې مخکې یې پنځلس رسمي کارکوونکي درلودل، اوس‌مهال یې شمېر لسو کسانو ته رسېږي.
اغلې سادات هم د بازارونو له نشتون څخه شکایت کوي او زیاتوي، چې د طالبانو له‌خوا نندارتونونه جوړېږي او نورو بهرنیو ملاتړو ادارو ته هم د نندارتونو د جوړېدو اجازه ورکوي؛ خو پر دغو نندارتونونو سخت شرایط وضع کوي، چې خلک بیا پکې د برخې اخېستو لپاره زړه نه ښه کوي.
نوموړې وایي، په وروستي نندارتون کې یې چې د بازار موندنې په موخه برخه اخیستې وه، نارینه‌وو ته یې نندارتون ته د لیدو لپاره اجازه نه ورکوله او پر ښځو هم له محرم پرته په ګرځېدو بندیز لګېدلی دی، چې له همدې امله بازارونه کمرنګه وو.
له اصیلا سادات څخه مې وپوښتل، چې په بهرنیو نندارتونو کې یې هم برخه اخیستې او که نه؟
هغه وایي، له واسطې پرته په لویو او بهرنیو نندارتونو کې هیڅکله دوی ته فرصت نه برابرېږي.
د خوراکي توکو د پروسس زیبا رشید شرکت مشره زیبا رشید چې له لسو کلونو راهېسې په کابل کې د اچار، مربا او رب جوړولو ترڅنګ د وچو خوراکي توکو لکه پیاز، اوږه، مرچ او د سرو بانجانو په برخو کې فعالیت کوي وایي، چې تراوسه یې په دې برخو کې لسګونه ښځې روزلي دي او د کار زمینه یې ورته برابره کړې ده.
له نوموړې سره چې اوس‌مهال شل ښځې په کار بوختې دي وایي، چې د دوی تولیدات د کابل، بلخ او غزني په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونو کې ښه بازارونه لري.
مېرمن زیبا رشید همداراز زیاته کړه، چې تراوسه یې د هند، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون په ډېرو نندارتونو کې برخه اخېستې او له طالبانو غواړي، چې ښځينه سوداګرو ته د بهرنیو نندارتونو ډېره زمینه برابره کړي.
د نوموړې په خبره، بهرني نندارتونونونه له افغان ښځینه سوداګرو سره د بېلابېلو هېوادونو له کلتور سره د اشنایي او له بهرنیو سوداګرو مېرمنو سره د پېژندګلوي او اړیکو په برخو کې مرسته کوي.
له دې سره، په کابل کې د جامو جوړولو لورا شرکت مسووله سعدیه سحر وایي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته درې میاشتې یې کارخونه بنده وه.
د مېرمن سحر په خبره، له درېیو میاشتو وروسته یې چې بیا ځلې خپل کارونه پیل کړل شاوخوا ۱۳۰ ښځو ته یې د یوې بهرنۍ ادارې په مالي ملاتړ د کار زمینه برابره کړه.


نوموړې وایي، یاد شمېر ښځو ته یې د شپږو میاشتو په موده کې د خیاطۍ، ګلدوزۍ، چرمه دوزۍ، ډیزاین او اداري کارونو په برخو کې روزنې ورکړې، چې اوس‌مهال له دې شرکت څخه لسګونه فارغې ښځې خپله کار و بار لري.


اغلې سحر زیاتوي، چې د جواز موده یې ختمه شوې ده او د جواز تمدید هم اوس‌مهال ستونزمن کار دی او په ځلونو هڅه تراوسه هم نه ده توانېدلې چې خپل جواز نوی کړي.
نوموړې د دې ستونزې د حل په موخه د ښځو د سوداګرۍ خونه کې هم د خپل شرکت نوم ثبت کړ؛ خو یادې خونې هم ورسره همکاري و نه کړه.
نوموړې وایي، څو ځلې د ښځو د سوداګرۍ خونې مشره بدله شوه او دوی هم نه پوهېدل چې بالاخره له چا سره اړیکه ونیسي.
هغه مېرمنې چې د ښځو په سوداګرۍ خونه کې ثبت دي، دوی په کال کې له دوه نیم زره افغانیو شروع تر شپیتو زرو افغانیو ورکوي او د ښځو سوداګرۍ خونه بیا د دغو پېسو په بدل کې ښځینه سوداګرو ته پروژې، قراردادونه او نندارتونونو کې برخه ورکوي او د دې ترڅنګ د ښځو شرکتونه بهرنیو موسساتو ته معرفي او د جوازونو د نوي کېدو په برخو کې هم له ښځو سره مرستې کوي.
مېرمن سحر له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې ووېل، سره له دې چې د یوه کال په موده کې یې یادې خونې ته ۲۵ زره افغانۍ ورکړې وې؛ خو دغې خونې نه د دوی د جواز په نوي کېدو او نه هم د پروژو او قرادادونو د ورکړې په برخه کې همکاري وکړه.
اغلې سحر همداراز زیاته کړه، چې د توکو د لېږد په برخه کې د اسانتیاوو د نه شتون له امله یې خپل ټول نړۍوال بازارونه له لاسه ورکړي دي.
افغانستان چې سنتي ټولنه لري، ډېری وخت د ښځو پر وړاندې ستونزې رامنځته کېږي او د بېلابېلو دلایلو له امله د ښځو د کارونو مخه نیول کېږي یا هم فرصتونه نه ورکول کېږي.
د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په تېر جمهوریت کې په هره برخه کې مېرمنو پراخ فرصتونه جوړ شول؛ ترڅو افغان ښځې په خپلو پښو ودرېږي.
ښځو ته د فرصتونو او اسانتیاوو د رامنځته کېدو په موخه په ۲۰۱۷ کې د سوداګرۍ وزارت تر چتر لاندې د خصوصي سکتور په توګه 'د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونه' رامنځته شوه.
هغه وخت بیا شاوخوا ۸۰۰ ښځينه سوداګرې او کارخانه لرونکې له دغې خونې سره ثبت وې، چې د جمهوریت له پرځېدو سره په دې خونه کې اوس‌مهال سلګونه نورې ښځې هم ثبت شوې دي.
په کابل کې یوې ښځينه سوداګرې د نوم د نه اخیستو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، د کار پر مهال په ځانګړې توګه د نندارتونو پر وخت په ښځینه سوداګرو د ماسکونو جبري کارول د دوی د کارونو پر وړاندې لوی خنډ دی، ځکه دوی له مشتریانو سره راحت خبرې کولی نه شي.
دغه سوداګره وایي، ښځينه سوداګرو ته ټولې پروژې د ښځو سوداګرۍ خونې ته ځي او د ښځو د سوداګرۍ خونه بیا دا پروژې د روابطو او واسطو له مخې مېرمنو ته ورکوي.
د نوموړې په وینا، ډېر عادي کارونه لکه کوچنیو ټرینینګونه بیا هغو کسانو ته په پام کې نیول کېږي چې نوی یې کار و بار شروع کړی وي او هیڅ کومه واسطه و نه لري.
دغه سوداګره وایي، څو ځلې یې غوښتل په کابل کې مېرمنو ته نندارتون جوړ کړي؛ خو طالبان یا دوی ته اجازه نه ورکوي او که اجازه هم ورکړي څو ارګانونو ته د بررسۍ لپاره باید ولاړې شي، چې دغه کار میاشتې میاشتې وخت نیسي.
یاده سوداګره همداراز زیاتوي، د پروژو او امکاناتو د برابرولو پر وړاندې طالبان له دوی څخه غواړي چې په پروګرامونو کې باید د طالبانو صفتونه وکړي او که دغه کار و نه کړي په بېلابېلو پلمو یې د کارونو مخه نیول کېږي.
اخوا د راه دانش د لاسي صنایع مشره حسنا رووفي چې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي زده‌کړیاله وه وایي، تر هغه وروسته یې سوداګریزو چارو ته مخه کړه، چې د پوهنتون دروازې د نجونو پر مخ وتړل شوې.
اغلې رووفي له یو نیم کال راهیسي د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي او تراوسه یې ۲۲ مېرمنو ته په رسمي توګه د کار زمینه برابره کړې ده او لسګونه نورو ښځو ته یې لنډمهاله روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي.
نوموړې وایي، که څه هم د تولیداتو لپاره یې بازارونه کم دي؛ خو کولی شي خپلو کارکوونکو ته په وخت سره تنخواوې ورکړي.
مېرمن رووفي له طالبانو غواړي، چې د دوی کارونو ته د اسانتیاوو د جوړولو لپاره زمینې برابرې کړي؛ ترڅو وکولی شي د هېواد د اقتصاد په وده کې او افغانانو ته د کار د زمینې په برابرولو کې مرسته وکړي.
پر افغانستان د طالبان له واکمنۍ وروسته پر ښځو دغې ډلې څه باندې پنځوس شفاهي او غیر شفاهي فرمانونه صادر کړل، چې په دغو فرمانونو کې په پراخه توګه د ښځو د ژوند لومړني حقونه لکه د زده‌کړو او کار کولو مخه ونیول شوه.
که څه هم د ښځو پر وړاندې د طالبانو دغه بندیزونه له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شول؛ خو طالبانو د ښځو پر وړاندې خپل دریځ بدل نه کړ.

نور خبرونه

رادیو