د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر له طالبانو وغوښتل، چې د بشري حقونو مدافعې ښځې خوشې کړي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۸

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر له طالبانو غوښتي، چې د بشري حقونو مدافعې ښځې له بنده خوشې کړي.

ریچارډ بینیټ وویل: "د نړیوالې ورځې په مناسبت، زه د افغانستان له ښځو او نجونو سره ولاړ یم، چې بې اندازې له بنسټیز او سیستماتیک تبعیض سره مخ دي."

هغه د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په دغه یادښت کې لیکلي دي: «زه د هغو کسانو زړورتیا، نوښت او رهبرۍ ته چې د خپلو حقونو غوښتنه کوي؛ سلامونه وړاندې کوم.»

ښاغلي بینیټ له طالبانو وغوښتل، چې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار په ګډون د بشري حقونو درناوی وکړي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې د افغان ښځو او نجونو پر معنادار او مساوي ګډون ټینګار وکړ.

ریچارډ بینیټ د بشري حقونو د مدافعینو توقیف "خپلسري" وبلله او زیاته یې کړه: "زه پر طالبانو غږ کوم چې سمدستي او پرته له کوم شرطه ټول هغه کسان خوشي کړي، چې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د دفاع په خاطر نیول شوي دي."

طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته پر ښځو پراخ بندیزونه ولګول.

په تېرو دوه نیمو کلونو کې په افغانستان کې دننه او بهر د بشري حقونو یو شمېر مدافعانو د دغو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

که څه هم طالبانو تل د لاریونوالو لاریونونه ځپلې دي، خو دغه لاریونونه دوام لري.

نن د جمعې په ورځ په تخار کې د ښځو یوه ډله سړک ته راوتلې وه او د طالبانو پر ضد یې شعارونه ورکول.

په هغو ویډیوګانو کې چې افغانستان انټرنشنل نن ترلاسه کړې، لیدل کېږي چې ښځې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپلو لاریونونو کې وايي، د افغانستان ښځې بندیانې دي.

دوی شعارونه ورکول: "د ښځو ضد حکومت، نسکور نسکور."

نور خبرونه

رادیو