‏په جوزجان ولایت کې د ښځو لپاره د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

AP ۱۴۰۲ کب ۱۷

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په جوزجان‬⁩ ولایت کې د دغې ډلې د اقتصاد ریاست چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې په دغه ولایت کې د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو.

راپور کې راغلي، چې په دغه نندارتون کې ۱۰۰ مېرمنو په ۵۰ غرفو کې خپل کرنیز محصولات او لاسي صنایع نندارې ته اېښې دي.
‏ ‏په دغه ولایت کې د طالبانو د اقتصاد ریاست د معلوماتو پر بنسټ، اوس‌مهال په جوزجان ولایت کې شاوخوا ۵۰۰۰ مېرمنې په بېلابېلو برخو کې په کارونو بوختې دي.
خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې ټولې دولتي کارکوونکې په کور کښېنولي او له هغوی څخه یې د کار او زده‌کړو حق تروړلی دی.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم په خپل درې میاشتني خپور شوي راپور کې ویلي و، چې په ۲۰۲۳ کال کې مرستندویه بنسټونو ۱۷۷۵ پېښې راپور کړې وې چې په هغې کې د طالبانو له‌خوا محدودیتونه او د ښځینه کارکوونکو د فعالیتونو پر وړاندې خنډونه یې لاملونه ښودل شوي دي.
د ښاغلي ګوترېش په وینا، د ۹۵ سلنه دغو پېښو لامل طالبان دي.
د راپور له مخې، د دغو خنډونو له امله ۷۳۰ پروژې هم ځنډېدلې وې.

نور خبرونه

رادیو