د کابل ښار ټکسي چلوونکي: طالبان له موږ څخه په زوره پیسې اخلي او غریبۍ ته مو نه پرېږدي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/0d7bf56341dc954bb486016bd73aeaa0a0a77d2e-738x415.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د کابل ښار ټکسي چلوونکي وايي، چې په بېلابېلو ناحیو کې د تمځایونو د خدمتونو په نوم هره اونۍ له دوی څخه اضافي پیسې اخیستل کېږي او دوی د طالبانو لهخوا ځورول کېږي.
دغه ټکسي چلوونکي وايي، هره اوونۍ له دوی څخه په تمځایونو کې له ۲۰۰ افغانیو نیولې تر ۴۰۰ افغانیو پورې پیسې اخیستل کېږي چې د دوی په وینا دا ښکاره ظلم دی.
د کابل په ښار کې ټکسي چلوونکي مومند افغانستان انټرنشنل ته د ټیلیفون په لیکه وویل: دلته نن سبا کاروبار نه شته. موږ د یو وخت ډوډۍ پیدا کولو ته حیران یو، بچیان مو په نهاره دي، د تېلو پیسې نه پوره کېږي او دوی په بېلابېلو نومونو زموږ څخه په زوره پیسې اخلي.
د کابل په ښار کې ګڼ ټکسي چلوونکي وایي، له هغه مهاله چې طالبان واک ته رسېدلي، د خلکو سره پیسې نه شته او خلک د ټکسي کرایه نه شي پرې کولای او د ټکسي پر ځای پلي له یوه ځایه بل ته تګ راتګ کوي چې ورسره د دوی کار هم په ټپه ولاړ دی.
دا ښایي په کابل ښار کې یوازې ټکسي چلوونکي نه وي، چې پر دوی د لګول شوي باج ورکولو څخه شکایت کوي؛ بلکې په دغه ښار کې بېلابېل کسب ګر او نور کاروباریان ورته شکایت لري، چې طالبان له دوی څځه په بېلابېلو نومونو او پلمو باج اخلي او له دې اړخه غواړي خپل لګښتونه پوره کړي.
یو شمېر کارپوهان وايي، چې د ټکس، مالیې او نورو ترانسپورټي لګښتونو لپاره ځانګړې تګلارې له پخوا هم وې؛ خو له خلکو په زوره د باج اخیستنه او په ناقانونه توګه له خلکو څخه د پیسو اخیستنه هغه څه دي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې ډېر تر سترګو کېږي.
ګڼ افغانان وايي، دغه ډول چارې که له یوې خوا د خلکو اقتصادي ستنې کمزورې کوي؛ نو له بله پلوه د ولس او طالبانو تر منځ واټن نور هم ډېرولای شي.