افغانستان نن د اېرلنډ پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ پیلوي
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د اېرلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لړۍ نن د افغانستان پر وخت څلور بجې په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیلوي.
د دغو لوبو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې د بلال سمیع، حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عظمت الله عمرزي، ګلبدین نایب، محمد نبي، نوید ځدراڼ، رحمت شاه، شاهدالله، ضیاالرحمن، اکرام علي خېل، رحمان الله ګربز، الله غضنفر، فرید احمد ملک، فضل الحق فاروقي، ننګیالي خروټي، نور احمد لکڼوال او د قیس احمد نومونه شامل دي.
راشدخان د ملا د عملیات او مجیب الرحمان د لاس د ټپونو له امله په استراحت کې دي او په دغو لوبلړۍ کې نه لوبېږي.
په دغو لوبو کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي او د اېرلنډ لهخوا به پاول سټرلېنګ لوبډلمشر وي.
افغانستان تراوسه پورې له اېرلنډ سره ۳۰ یو ورځنۍ لوبې کړې دي، چې په دغو لوبو کې ۱۶ بریاوې، ۱۳ماتې او یوه هم بې پایلې اعلان شوې وه.
تر دې وړاندې افغان لوبډلې د اېرلنډ پر وړاندې خپله یوازینۍ ټېسټ لوبه د شپږو وېکټو په توپیر وبایلله.