منظور پښتین: ډیورنډ یوه فرضي کرښه ده، موږ یې د سرحد په توګه نه منو
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، ډیورنډ یوه فرضي کرښه ده چې په زور او جبر د پښتنو تر منځ کښل شوې ده. منظور پښتین دغه څرګندونې د ایکس خواله رسنۍ په یوه تازه سپېس کې کړې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د سې شنې ماښام د (کب ۱۵مه) د ایکس خواله رسنۍ په یوه جوړ شوي سپېس کې ويلي چې د ډیورنډ کرښه د «انګریزانو له لوري د پښتنو تر منځ په جبر تېره شوې او موږ یې هیڅکه د سرحد یا پولې په ډول نه منو، د انګریز له لوري چې څومره هم کرښې تېرې شوې دا فرضي دي او نه یې منو.»
هغه وايي، په دغه کرښه لوېدیځ وال خپلې موخې لري او د همدې لپاره هڅې روانې دي چې دغه کرښه پر پښتنو باندې د رسمي پولي په توګه ومني.
له تېرو شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په زور شړل پیل کړي دوو لوړ پوړو طالب چارواکو د ډیورنډ کرښې په اړه څرګندونې کړې او دغه کرښه یې رسمي پوله نه بلکې فرضي کرښه بللې ده.
تر هغه وروسته د پاکستان مخکني لنډمهالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ له رسنیو سره په خبرو کې ويلي و چې «ډیورنډ یوه منل شوې نړېواله پوله ده.»
منظور پښتین وړاندې وايي، هر څوک چې په کابل کې حکومت کوي او غواړي چې هلته ټیکاؤ راولي نو د ده په خبره لومړی باید په لره پښتونخوا کار وکړي، هغه وايي: «ګورئ کابل یو کور دی او لره پښتونخوا داسې ده لکه د یوه کور خواته د غره پر سر مورچله، نو یو څوک چې دا کور جوړ کړي او مورچله یې بل ته پریښې وي، له هماغې مورچلې پرې ډزې کیږي او ټیکاؤ ته زیان اړوي، نو په کار ده چې اول دا مورچله وساتل شي.»
د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ نږدې ۲۶۴۰ کیلو متره اوږده کرښه ده چې لا تر اوسه پورې په افغانستان کې د رامنځته شویو حکومتونو او د کرښې دوواړو غاړو ته مېشتو قومونو د یوې فرضي کرښې په توګه منلې، نه د یوې پولې په توګه.
د ډیورند کرښې تړون د ۱۸۹۳ز کال څخه راوروسته د برېتانوي هند د حکومت او د افغان ولسمشر امیر عبدالرحمن خان له لوري په خپلو سیمو کې د محدودیتونو د اغېز د لرې کولو په موخه رامنځته شو. چې بیا وروسته په هماغه وخت کې دا کرښه د هېنري مورټیمر ډیورنډ د بریتانوي هند د بهرنیو چارو وزات د مرستیال په نوم ونومول شوه.