د ګریګرومن په بڼه د غېږنیونې ملي لوبډلې لپاره د غوراوي سیالۍ د ۴۸۰ لوبغاړو په ګډون پیل شوې

د ګریګرومن په بڼه د غېږنیونې ملي لوبډلې لپاره له نهو ولایتونو څخه د ۴۸۰ لوبغاړو په ګډون له ۵۵ تر ۱۳۰ کیلو ګرامه وزنونو پورې د غوراوي سیالۍ د سه شنبې په ورځ د کب په ۱۵مه په کابل کې پیل شوې.

دغه پیل شوې سیالۍ به د پنځو ورځو لپاره دوام وکړي.
د دغو سیالیو په پرانیستې کې د چارواکو ترڅنګ، د غېږنیونې سیالیو یوشمېر مینه‌والو هم ګډون کړی و.
د دغو سیالیو موخه د ملي لوبډلې لپاره د غوره څېرو غوره کول ښودل شوي دي.