د امریکا بهرنیو چارو وزارت: واشنګټن لا هم د افغانستان ستر مرسته کوونکی دی
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، واشنګټن د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته هم له افغانستان سره د مرستو تر ټولو لوی برابرونکی هېواد دی. میتو میلر زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دي.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند په يوې خبري غونډه کې د افغانستان انټرنشنل د خبريالې مرضیه حسيني د پوښتنې په ځواب کې وويل چې د دغو مرستو دوام د افغانستان د «لوی اقتصاد» ستونزو د هواري لپاره يوه لاره ده.
د میلر په وینا، د متحده ایالاتو مرستې په افغانستان کې د اوسني بشري غبرګون ځواب وايي او د هغو ننګونو په کمولو کې مرسته کوي چې د اوسني بشري ناورین لامل شوې.
نوموړي له افغانستان سره د امریکا د څه باندې دوه میلیارډه ډالرو بشري مرستو یادونه وکړه چې د ۱۴۰۰ کال له زمري میاشتې راهیسې شوې دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي د سلواغې په میاشت کې د دغه هېواد کانګرس ته په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي و چې امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته د افغانستان ۱۱.۲۱ میلیارډه ډالرو څخه مرسته کړې ده.
سیګار ویلي، چې امریکا د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۳ کال تر ډسمبر پورې له افغانستان سره څه باندې دوه میلیارده او ۶۲۵ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
د دغه راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزارت د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر تر ۳۰مې نیټې پورې له پنځو میلیارډو او ۸۲ میلیونو ډالرو زیات د بشري، طبیعي پېښو او ملکي مرستو په برخو کې لګولي دي.
سیګار له افغانستان سره د امریکا د مرستو په لړ کې د ۱۱.۲۱ میلیارډو ډالرو له منځه د افغانستان مرکزي بانک د ۳.۵ میلیارده شتمنۍ په سویس کې د افغانستان اماني صندوق ته د سپارلو یادونه هم کړې ده.
ملګرو ملتونو په مرغومي میاشت کې اعلان وکړ چې ملګرو یې مرستې کمې کړې په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۱۰.۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.