کرن ډکر: خوشاله یم، چې بنفشې یعقوبي ته د جایزې په ورکولو د افغانانو ملاتړ وشو

AP ۱۴۰۲ کب ۱۵

د افغانستان له پاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډکر د افغان ښځو د حقونو فعالې بنفشه یعقوبي ته د امریکا له‌خوا د زړورې ښځې د نړۍوالې جایزې د ورکولو ستاینه کړې ده.

مېرمن ډکر په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له اغلې یعقوبي څخه د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو او معلولو افغانانو د ملاتړ لپاره مننه کوي.

اغلې ډکر لیکلي، خوشاله ده چې ستاسو له کړنو او خدمتونو نه د ۲۰۲۴ م کال د زړه ورو مېرمنو د نړۍوالې جایزې په مراسمو کې ستاینه وشوه او زیاتوي، چې د افغانانو د بشري حقونو د ملاتړ او د ښځو او معلولیت لرونکو افغانانو د پیاوړتیا لپاره په ګډه کارکولو ته سترګې په لار ده.

بنفشه یعقوبي د یو شمېر هغو ښځو په ډله کې وه، چې پرون دوشنبې ورته په سپینه ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د امریکا د ولسمشر مېرمنې جېل بایډن هم پکې ګډون کړی و، د زړه ورو ښځو جایزې ورکړل شوې.

نور خبرونه

رادیو