ملا یعقوب د قطر د دفاع له وزیر سره وکتل

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب او د دغې ډلې د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت د قطر له دفاع وزیر خالد بن محمد العطیه سره کتلي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او «د دواړو هېوادونو د ګټو پر پراختیا» خبرې وشوې.

طالب ویاند مجاهد نن سې شنبه د (کب ۱۵مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دغې غونډه کې د طالبانو او قطر یو شمېر نورو جګپوړو چارواکو هم ګډون لاره.
د طالبانو دفاع وزیر او دغې ډلې لوی درستیز د یکشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) قطر ته تللي دي.
تر دې وړاندې ویل شوي وو چې طالب چارواکي له قطري چارواکو سره د لیدنې ترڅنګ د دغه هېواد په «ډیمډیکس دفاعي» نندارتون کې د ګډون لپاره ځي.
په هغو انځورونو کې چې د طالبانو له لوري خپاره شوي لېدل کیږي چې قطري چارواکي ملایعقوب او د هغه ملګرو ته په یوه نندارتون کې د پوځي وسایطو د کارولو لارښوونې کوي.
قطر هم د نورې نړۍ د هیوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پیژني خو قطر له دغې ډلې سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري او د دغې ډلې سیاسي دفتر له څو کلونو راهیسې په دوحه کې فعال دی.
ملا یعقوب تر دې وړاندې د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ په میاشت کې قطر ته تللې و.