د شنبه های ارغواني غورځنګ: شریعت یوه پلمه ده، طالبان غواړي ښځې له مخې لرې کړي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۴

د ښځو د نړېوالې ورځې په درشل کې د شنبه های ارغواني غورځنګ غړو له نړېوالې ټولنې او د سپورت له پېژندل شویو څېرو غوښتي، چې د تشریفاتي ناستو پر ځای د مشروع او ډیموکراټيک نظام د جوړېدو ملاتړ وکړي.

د شنبه های ارغواني غورځنګ د روغتیا او سپورت کمیټې افغانستان انټرنشنل ته د یوې ویډیو په لېږلو سره ویلي، چې شریعت یوازې یوه پلمه ده او د طالبانو اصلي موخه له ټولنې څخه په بشپړه توګه د ښځو لرې کول دي.
یاد غورځنګ د ښځينه لوبغاړو په ملاتړ وایي، طالبانو نه یوازې دا چې د ښځو سپورت منع کړی، بلکې د کورونو په تلاشي کولو او د تیلیفوني اړیکو له لارې ښځو ته خبرداري ورکوي، چې ورزشي لوبغالو ته ولاړې نه شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، دغې ډلې د ښځو او نجونو د زده کړو تر څنګ په لوبو او لسګونو نورو برخو بندیزونه ولګول.
د راپورونو له مخې، د افغانستان شاوخوا ۲۴ میلیونه مېرمنو او نجونو د کار، زده کړو، سوداګرۍ، سپورت، په خپله خوښه د ژوند، سیاست او ګڼ نور هغه حقونه له لاسه ورکړي، چې په یویشتمه پېړۍ د ژوند کولو لومړني انساني حقونه ګڼل کیږي.

نور خبرونه

رادیو