خلیل حقاني کډوالو د عالي کمېشنرۍ چاراواکې ته: موږ ته د خپل نظام اصول له هر څه مهم دي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۳

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اسیا د څانګې له مشرې های کیونګ جون سره په لیدنه کې د مرستو د غوښتلو پر ځای ویلي، چې د نظام اصول دوی ته له څه زیات ارزښت لري.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې های کیونګ جون په افغانستان کې د کډوالو د وضعیت له نږدې څارلو په موخه دغه هېواد ته سفر کړی.

په داسې حال کې چې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر تمه کېده، چې په دغه غوڼډه د کډوالو د روان ناوړه وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو دغې چارواکې ته معلومات ورکړي؛ خو هغه لکه د نورو طالب چارواکو بیا هم د خپل نظام اصول ورته تشریح کړي او هغه یې له هر څه ډېر مهم بللي دي.

په دغه رپوټ کې د کډوالو د روان ستونزمن وضعیت په اړه او دا چې د ژمي په سړو ورځو کې پرته د حکومت له مرستې په خیمو کې شپې او ورځې سبا کوي، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اسیا برخې مشرې ته نه یوازې چې معلومات نه دي ورکړل شوی؛ بلکې کومه مرسته ترې هم نه ده غوښتل شوې.

د رپوټ له مخې؛ په غوڼډه کې یوازې د بشري مرستو د رسولو په میکانیزم خبرې شوې دي.

د شنونکو په باور؛ د افغانستان بې وزلو او اغېزمنو کډوالو ته د مرستې رسولو بهیر له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو د محدودیدو له امله لا له وړاندې ستونزمن دی او دا چې اوس طالبانو د مرستندویه ادارو مشرانو سره په لیدنو کې په خپلو اصول ټینګار کوي، دغه چاره به لا پسې ستونزمنه شي.

د طالبانو له واکمنۍ وړاندې دا ډول لیدنې به تر ډېره د مرستو د تر لاسه کولو لپاره د یو فرصت په توګه کارېدلې او افغان چارواکو به ځان د مرسته کوونکو ادارو د اصولو سره برابراوه.

د خوړو نړۍوال پروګرام په دې وروستیو کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر او ډسمبر او د ۲۰۲۴ کال په درېیو لومړیو میاشتو کې به ۱۵.۲ مېلیونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخامخ وي.

دغه سازمان په خپل راپور کې چې د مرغومې په ۸مه خپور شوی، ویلي په دې اړمنو کې ۳.۶ مېلیونه هغه خلک هم شامل دي چې د خوړو د کمښت په بېړني پړاو کې دي.

په راپور کې راغلي، چې ۴ مېلیونه وګړي بیا له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې ۳.۲ مېلیونه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي؛ افغانستان لا هم له یو لړ کړکېچونو سره مل هېواد دی او بشري وضعیت یې خورا ترینګلی دی.

نور خبرونه

رادیو