نیمروز کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي د مرغانو ښکارزن یې نیولي دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/17065ca7465631f8806adf2d8db7909c3ad3d578-1080x608.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د نیمروز لپاره د طالبانو والي ویاند نن رسنیو ته پیغام کې زیاتوي, دې کسانو د دغه ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې ښکار کړی و. له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې یو شمیر انځورونه ښکته پورته کېږي، چې پکې څو تنو د کوتڼو په نوم کمیابه مرغان ښکار کړي دي.
د مرغانو دغه ښکار ته پر ولس سربېره ځینې طالبانو هم غبرګون ښودلی او د عاملانو د نیولو غوښتنه یې کړې وه.
د نیمرو لپاره د طالبانو والي ویاند رحیم الله ساجد نن یکشنبې د ( کپ ۱۳مه) په خپله ټولنیزه رسنۍ اېکس کې لیکلي، هېچا ته به د کم یابه الوتونکو د ښکار اجازه ور نه کړي او له مرتکیبینو سره به یې قانوني چلند وشي.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/736908e156d9866034756371c3cffbb604630be6-720x720.jpg?rect=0,140,684,385&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو دغه چارواکي د نیول شوو، کسانو د هویت او تعداد په اړه څه معلومات نه دي ورکړي.
که څه هم د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په یو ځانکړي فرمان کې د کم یابه مرغانو پر ښکار بندیز لګولی دی، خو بیا هم وخت ناوخت د دې مرغانو د نیولو او د قاچاق په اړه راپورونه خپریږی.