د افغانستان کرېکټ بورډ د اېرلنډ پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ لپاره لوبډله اعلان کړه
د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمیټې د اېرلنډ خلاف د درېیو یو ورځنیو لوبلړۍ لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ. دغه لوبې به د مارچ په ۷مې نېټې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.
په دغو لوبو کې راشد خان د ملا د عملیات او مجیب الرحمن د لاس د ټپ له امله په لوبډله کې نه دي شامل شوي.
د اېرلنډ پر وړاندې د دغو لوبو لپاره په اعلان شوي نوملړ کې د حشمت الله شهیدي، رحمت شاه، رحمان الله ګربز، اکرام علي خېل، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عظمت الله عمرزي، محمد نبي، ګلبدین نایب، ننګیال خروټي، الله محمد غضنفر، نور احمد لکڼوال، بلال سمیع، فضل حق فاروقي، نوید ځدراڼ او د فرید احمد ملک نومونه شامل دي.
د دغو لوبلړیو لومړۍ لوبه د مارچ په ۷مې، دویمه لوبه د مارچ په ۹مې او درېیمه لوبه د مارچ په ۱۲مې نېټې په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تېره ورځ خپله یوازینۍ ټېسټ لوبه د شپږو وېکټو په توپیر اېرلنډ ته وبایلله.