د روادارۍ بنسټ: په افغانستان کې تېرکال ۵۰۶ تنه وژل شوي او ۲۶۶ تنه نور ټپیان شوي دي

د «روادارۍ» په نامه د بشري حقونو سازمان ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال په افغانستان کې لږ تر لږه ۵۰۶ تنه د بشري حقونو د سرغړونو په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او ۲۶۶ تنه نور ټپیان دي.

د پخواني حکومت کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان او نور کسان د دغو پېښو په قربانیانو کې راځي.
په راپور کې راغلي چې په وژل شویو کې ۳۹۰ تنه نارینه، ۵۸ ماشومان، ۳۸ ښځې شاملې دي او د ۲۰ تنو نورو کسانو هویت نه دی څرګند.

دغه پېښې د هدفي وژنو، مرموزو او له محکمې پرته وژنې، ځانمرګي بریدونو او د ماینونو چاودنې له امله شوې دي.