د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د ورښتونو له امله د ماشومانو په ګډون ۶ کسان مړه شوي
د پېښور په ګډون د خيبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو ورښتونو له امله د ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه او پنځه ژوبل شوي دي. د سیمهییزو رسنیو د راپور له مخې، د هوا پوهنې ادارې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د نورو بارانونو اټکل هم کړی دی.
ورته مهال په کوز دېر کې د ځمکې ښویېدو له امله ۳ کسان وژل شوي او یو ټپي دی.
له بل پلوه د باجوړ په ماموند سیمه کې هم د یوه کور چت د پرېوتو له امله ۳ ماشومان وژل شوي دي.
د هوا پوهنې ادارې د مالوماتو له مخې، د پېښور په هوایي ډګر سيمه کې ۶۸ او په ښار کې ۶۵ ملي مټره باران شوی دی.
تر ټولو زیات باران په دېر کې ۹۳ ملي مټره، مردان کې ۸۰ او په کالام کې ۵۲ ملي مټره راپور شوی دی.