په بامیان کې د ۱۸۰ لوبغاړو ترمنځ د سکي سیالۍ ترسره شوې
په بامیان ولایت کې د سکي سیالۍ د ۱۸۰ لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې. دغه سیالۍ د دوو برخو لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې، چې په کې ۷۰ تنه یې حرفوي او ۱۱۰ یې د لرګیو برخې لوبغاړي وو.
په دغو سیالیو کې له حرفوي برخې هادي نظري لومړی مقام او مهدي نظري دویم مقام خپل کړ.
د دې ترڅنګ بیا د لرګیو برخې څخه روح الله لومړی مقام، محمد داد دویم مقام او محمدي درېیم مقام وګاټه.
دغه سیالۍ یوه ورځ دوام وکړ او د ترسراوي موخه یې د سکي سیالیو دودول ښودل شوي دي.
د دغو سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته نغدي جایزې او ورزشي سامانونه ورکړل شوي دي.