د طالبانو له بنده خوشې شوې فعاله، په زندان کې د هېښوونکو ربړونو کیسه کوي
د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي چې شاوخوا ۴۰ ورځې د طالبانو په بند کې وه، د « وحشتناکو ربړونو» په اړه یې ناویلې خبرې ډاګیزه کړې. هغې دغه څرګندونې د یو شمېر فعالو مېرمنو په غوښتنه د کاناډا پارلمان ته وکړې.
ظریفې یعقوبي چې د لړم په ۱۲مه یې غوښتل د خپلو څلورو تنو همکارانو سره د یو غورځنګ د فعاله کولو اعلان وکړي ونیول شوه، چې بیا یې ۴۱ ورځې په زندان کې تېرې کړې.
نوموړې چې دا مهال په کاناډا کې اوسېږي د یو شمېر افغانو او ایراني ښځینه فعالانو په غوښتنه یې د پنجشنبې په ورځ د جنسیتی اپارتاید د رسمي کولو په موخه د کاناډا پارلمان ته وینا وکړه.
مېرمن یعقوبي وویل، چې هغې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د « حق او عدالت لپاره» اعتراض وکړ؛ خو طالبانو هغه «د ښځې، شیعه مذهبې او هزاره توکمې» په تور ونیوله.
هغې وویل، په زندان کې طالبانو «سخته وهلې ربړولې او هغه یې له روحي او جسمي پلوه ځپلې ده» چې د دغو ربړونو اغېزې «اوس هم د هغې روح عذابوي او د دې لپاره چې هغه سختې ورځې هېرې کړي لا هم درمل خوري.»
ظریفې یعقوبي په دغې خبري ناسته کې د طالبانو د زندان د تجربې په اړه وویل، چې لومړی «زما قوم او مذهب ته سپکاوی» وشو او له هغې وروسته یې له «ویښانو» ونیولم او هغه ځای ته یې بوتلم چې «ربړونې» په کې کېږي.
هغې زیاته کړه، چې د طالبانو لهخوا د «برېښنایي شاټونواو لغتو» له امله بې هوښه شوې وه؛ خو هغې ځان بختور ګڼلو چې له هغې سره نور زیاتی و نه شو، ځکه «له دیوالونو او له بل چته یې د ځینو مېرمنو غږونه اورېدل، چې په ژړغوني غږونو یې ویل چې ومې وهئ؛ خو جامې راځینې مه باسئ، [پرما] تېری مه کوئ.»
مېرمن یعقوبي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وايي، چې د طالبانو په زندانونو کې هېڅ ډول روغتیايي خدمتونه نه شته او په ۴۱ ورځو کې هغې د ځان وینځلو اجازه هم نه لرله.
هغې وویل، د خپلې کورنۍ سره مې د خبرو او لیدو کتو اجازه هم نه در لوده.
ظریفه یعقوبي د نورو بندیانو یادونه هم وکړه، چې د طالبانو په زندان کې له ورته برخلیک سره مخامخې وې او د منیژې صدیقي په څېر نورې مېرمنې لا هم هلته شته.
دغې افغانې فعالې وویل، تاریخ به یو وخت دا قضاوت وکړي چې نړۍ د افغانستان ښځې او نجونې هېرې کړې وې.
هغې له کاناډا وغوښتل، چې د افغان مېرمنو تر څنګ ودرېږي او په دغه هېواد کې د جنسیتي اپارتاید په رسمیت پېژندلو کې دې تر نورو مخکښ شي.
طالبانو په تېرو دوه نیم کاله واکمنۍ کې یو شمېر هغه معترضې ښځې بندیانې کړې، چې د دوی پر سیاستونو یې اعتراض کاوه.
د بشري حقونو بنسټونو له هغې ډلې یوناما د طالبانو په زندانونو کې د مېرمنو د ربړولو په اړه د راپورونو پخلی کړی.
د جرم په توګه د جنسیتي اپارتاید پېژندنې لپاره غوښتنه
یو شمېر کاناډایي، ایراني او افغان مېرمنو د پنجشنبې په ورځ د بشریت پر ضد د جنسیتي اپارتاید د پېژندنې په تړاو د کاناډا پارلمان ته وړاندیز وکړ.
دغه وړاندیز د کاناډا د پارلمان د غړي علي احساسي لهخوا غونډې ته وړاندې شو.
په دغه اوږد غوښتنلیک کې دغو فعالانو د بشریت پر ضد د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه.
د دې تر څنګ، د مېرمنو د ملاتړ دوه ټولنې د افغانستان په پارلمان کې پخوانۍ یو شمېر ښځینه غړې او ایراني او افغان فعالانې د پنجشنبې په ورځ د کاناډا پارلمان ته ورغلې او د کاناډا د سنا مجلس له لسو تنو غړو سره یې وکتل، او د خپلو غوښتنو په اړه یې له هغو سره خبرې اترې وکړې.
دغو فعالانو د ښځو په برخه کې د کاناډا له سفیر ژاکلېن اونیل او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له یو شمېر چارواکو سره هم وکتل.