سرچینې: مولوي کبیر له دولتي بودیجې څخه له حقانیه مدرسې سره اوه میلیونه افغانۍ مرسته کړې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د چارو ادارې یو شمېر معتبره سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویلي، چې د حقانیه مدرسې له مشر حامدالحق حقاني سره په لیدنه کې د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د نوموړي له مدرسې سره د اوه میلیونو افغانیو د مرستې ژمنه کړې ده.

تېره دوشنبه (د کب اوومه) له پاکستان څخه د جمعیت علمای اسلام(س) ګوند مشر حامد الحق حقاني له یو شمېر نورو پاکستاني ملایانو سره کابل ته تللی او هلته یې طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د چارو ادارې سرچینې وايي، چې مولوي کبیر له حامد الحق حقاني سره ژمنه کړې، چې په حکومتي کچه به له دغې مدرسې سره مرسته کوي.

د سرچینې په خبره، چې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال له دفتره د چارو ادارې ته یاداښت لېږل شوی، چې له حقانیه مدرسې سره شوې اوه میلیونه افغانۍ دې د ماليې وزارت سره په همغږۍ تنظیم او په کابل کې د پاکستان د نشنل بانک له لارې د حقانیه مدرسې په حساب کې زیاتې کړي.

سرچینې وویل: " په دغه هدایت کې راغلي، چې په یوه اونۍ کې باید نشنل بانک ته پېسې تحویل شي او د مولوي کبیر دفتر ته یې په اړه باید ډاډ ورکړل شي".

حامد الحق او ورسره مل پلاوی په سپېدار ماڼۍ کې
حامد الحق او ورسره مل پلاوی په سپېدار ماڼۍ کې

د مالیې وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت دغه هدایت یې تر لاسه کړی، چې له مخې یې اوه میلیونه افغانۍ په کابل کې د پاکستان د نشنل بانک له لارې د حقانیه مدرسې حساب ته تحویل شي.

دغه سرچینه وايي، چې د مالیې وزارت به دغه پېسې د ریاست الوزرا له ځانګړي کوډ څخه ورکړي.

نېږدې شپږ میاشتې وړاندې د اکوړه خټک د حقانیه مدرسې مشر حامد الحق په یوه خبري غونډه کې د دغه مدرسې اقتصادي ستونزو خبره کړې وه.

حامد الحق هغه مهال ویلي وو، چې نور اقتصادي توان نه لري او که مرستې ورسره ونه شي ښايي دغه مدرسه وتړل شي.

د اکوړه خټک حقانیه مدرسه (دارالعلوم) یو له هغو مدرسو څخه دی، چې د طالبانو ګڼو غړو پکې زدکړې کړې او یاده مدرسه د فکري مرکز په توګه یادوي.

که څه هم د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د یادې مرستې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو زیاتوي چې د حقانیه مدرسې دغه مشر د دوشنبې په ورځ (د کب ۷مه) د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې وویل، چې د پاکستان علماء او ولسونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې غواړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا په پرونۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي حامد الحق د کابل او اسلام اباد تر منځ پر اقتصادي همکاريو سربېره د سیاسي اړیکو پر پراخېدو هم ټينګار کړی دی.

له دې سره؛ د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې یو ځل بیا وویل، چې د افغانستان له خاورې څخه به هیچا ته ګواښ پېښ نه شي.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته هېواد ته د پاکستاني چارواکو تګ - راتګ زیات شوی؛ خو افغانستان ته د پاکستاني علماو سفرونه بیا د یو شمېر افغانانو د اندېښنې وړ ګرځېدلې دي.

د دوی په باور؛ په پاکستاني مدرسو کې د طالبانو روزنه د افراطیت لامل ګرځېدلی او د راپورنو له مخې، پاکستان د طالبانو په واسطه هڅه کوي دیني مدرسې افغانستان ته ولیږدوي.

د یادولو ده، چې طالبانو د خپلې دوه نیم کلنې واکمنۍ پرمهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې سلګونه طالبي مدرسې جوړې کړې دي.

دا مهال په افغانستان کې له ۱۵۴۰۰ څخه زیاتې رسمي او نا رسمي مدرسې شته، چې د طالبانو له خوا یې ملاتړ کیږي.

ویل کیږي، چې حامد الحق به د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره هم وګوري.