‏د طالبانو د ټولګټو وزارت: د سالنګ لویه لار د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس په اېکس پاڼه خبر ورکړی، د سالنګ لویه لار چې د واورې ورېدنې، سختو توپانونو او د دید کچې د محدودېدو له امله د یکشنبې په شپه تړل شوې وه، نن سهار اوه بجې بېرته خلاصه شوه.

د هغه په وینا، د واورې ضخامت په ټولو برخو کې توپیر لري، چې په تونل، سوېلي او شمالي سالنګونو کې له یو متر څخه تر ۱۴۵ سانتي مترو رسېږي.
هغه لیکلي، اوس‌مهال په ځینو برخو کې نرۍ، نرۍ واوره ورېږي او د دوی له‌خوا د سړکونو د پاکوونې کار هم روان دی.
نوموړي له خلکو غوښتي، چې د تګ راتک پرمهال له ځانونو سره اړین توکي ولري.
هغه وایي، که چېرې د واورې ورېدل زیات شي او توپان بیا ځلی راوالوځي؛ نو دغه لاره به بیا هم د تګ راتګ لپاره وتړل شي.
له سالنګونو سره یوځای د بامیانو، غور او ډایکندي ولایتونو د ځینو برخو او ولسوالیو لارې هم د درنې واورې له امله تړل شوې وې.
له بل پلوه د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د افغانستان په ځینو سیمو کې د اوبو کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتو خبرداری ورکړی.
دغه وزارت د سې شنبې په ورځ (د کب اتمه) ویلي، چې د هېواد شاوخوا لس ولایتونه د سېلابونو د راوتو له ګواښ سره مخامخ دي.