طالبان: په یوه کال کې د حیرتان بندر له لارې ۲.۸ میلیون ټنه صادرات او واردات شوي

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې د ۱۴۰۲ کال په اوږدو کې یې د افغانستان حیرتان بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲.۸ میلیون ټنه صادرات او واردات کړي دي. دغې ادارې نن چهار شنبه د (کب نهمه) په اېکس پاڼه لیکلي چې په دغو توکو کې نفتي او خوراکي توکي شامل دي.

د طالبانو د بلخ ولایت د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر مولوي محمد شفیق محمود وايي، چې دا مهال په منځنۍ کچه د حیرتان بندر له لارې د ورځې شاوخوا لس زره ټنه صادرات ـ واردات او ټرانزیټ ترسره کیږي.
د هغه په وینا تېر ۱۴۰۱ کال کې د حیرتان بندر له لارې ۳.۴ میلیون ټنه صادرات او واردات شوي وو.
نوموړی زیاتوي چې، د حيرتان د اوسپنې پټلۍ په بشپړ ترمیم او فعاليت سره به سوداګرو ته لازياتې اسانتیاوې برابرې شي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د حيرتان-مزارشريف د ۷۵ کيلومتره اوسپنې پټلۍ پروژې د بيارغونې چارې تېره اوونۍ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په مالي لګښت او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په همکارۍ پيل شوې، چې د درې مياشتو په موده کې به د ياد مسير ریلي او غير ریلي برخې په بشپړ ډول ورغول شي.
روان کال د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې په یوه کال کې یې له ۶۰ ډېرو هېوادونو ته د ۱.۹ میلیارډ ډالرو په ارزښت صادرات کړي.