له طالبانو د امنیت شورا د غړو غوښتنه؛ د ښځو او نجونو پر وړاندې ځپونکي فرمانونه بېرته واخلئ

AP ۱۴۰۲ کب ۸

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دوه پر درېیمې برخې څخه زیاتو غړو د دوشنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د زده‌کړو او کار په ګډون خپل ټول ظالمانه او تبعیضي فرمانونه لغوه کړي.

د دغې شورا د یوولسو غړو له‌خوا په یوې ګډې خبرپاڼه کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د دغې ډلې له لوري پر ښځو او نجونو راوړل شوي فشارونه غندلي او په عامه، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز ژوند کې د مساوي ګډون او په ځانګړې توګه په ټولو پرېکړو نیولو کې یې د هغوی پر ګډون ټینګار کړی.
دوی په خپلې بیانیه کې غوښتي، چې طالبان دې د ښځو له حقونو د سرغړونې او د ښځو پر وړاندې د جنایتونو په اړه ځواب ووایي.
په ملګرو ملتونو کې د ګیانا سفیرې کارولین روډریګوس بیرکیټ د لسو نورو هېوادونو د سفیرانو په ګډون دغه بیان ولوست.
په دغه ناسته کې چین او روسیې د طالبانو سره د اقتصادي اړیکو د پراخوالي غوښتنه وکړه، چې د فرانسې او بریتانیا له مخالفت سره مخامخ شوه.
د امنیت شورا یوولسو غړو هېوادونه اکوادور، فرانسې، ګیانا، جاپان، مالتا، سیرالیون، سلوانیا، سویلي کوریا، سویس، انګلستان او متحده ایالات په دې ټینګار کوي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله یوازې هغه وخت راتلای شي چې سیاسي بهیر په کې ټولګډونه وي او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی وشي.

نور خبرونه

رادیو