رینا امیري: افغان نجونې او مېرمنې نه غواړي چې موږ ورته د قربانیانو په سترګه وګورو
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/9ca5b1d1c49dc58c1061bf2744ea99c61dfa9adb-1290x728.jpg?rect=0,1,1290,726&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا استازې رینا امیري وايي، چې افغان نجونې او مېرمنې نه غواړي چې دوی ورته د قربانیانو په سترګه وګوري او دا مېرمنې له امریکا غواړي چې د خپلو حقونو لپاره د دوی با وقاره مبارزه درک شي.
رینا امیرې دا خبرې د سې شنبې په ورځ (د فېبروۍ ۲۷مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د «د افغان مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا» په اړه جوړې شوې غونډې کې وکړي.
رینا امیري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په غونډه کې د تبعیض او محرومیت پر وړاندې د افغان ښځو مقاومت ته اشاره وکړه او ویې ويل، چې د افغان مېرمنو پر وړاندې ستر خنډونه شته؛ خو هڅه کوي چې خپل حقونه تر لاسه کړي.
اغلې امیري وویل: «افغان ښځې له موږ څخه غواړي چې د هغوی مبارزه درک کړو او د هغوی مقاومت ته پاملرنه وکړو.»
د افغان مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا په دې غونډه کې رينا اميري له کار او زده کړو څخه د افغان ښځو په بې برخې کولو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د يوه هېواد د اتباعو په توګه تصور وکړئ چې د هېواد نيمايي نفوس مو په اقتصادي سوکالۍ کې ونډه نه شي اخېستلى.
هغې وويل، چې دغه حالت هر وګړى غوسه کوي.
دا غونډه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په مقر کې د انټوني بلېنکن، ټام ویسټ او رینا امیري په حضور کې جوړه شوې ده.
یادې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم وینا وکړه.
همداراز یو شمېر افغان مېرمنو هم په دغه غونډه کې د افغانستان د ښځو د وضعیت او مبارزې په تړاو ویناوې کړې دي.