طالبان: د اتو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور شول
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/8949af0a84dbb73cf243e9c3601cc84d2d89bff8-680x404.jpg?rect=0,11,680,383&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون په بېلابېلو برخو کې ۲۵ پروژې منظور کړې دي. طالبان وايي د دغو پروژو په عملي کېدو سره به په یو شمېر ولایتونو کې سلګونو کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.
تر دې وړاندې هم طالبانو د ډیر شمېر پروژو د اعلان خبره کړې خو داسې کومه خپلواکه اداره نه ده موجوده چې د دغو پروژو د کار څرنګوالی او د لګښت څارنه وکړي.
د طالبانو د ریاست الوزراء مسوولان وایي، چې د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون داتو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور کړل.
په دغو پروژو کې د غزني ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون د پاتې ودانیزو چارو بشپړول، د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د پاتې چارو بشپړېدل، د کابل ښار د یو شمېر سړکونو بیارغونه، د کمال خان بند د درېیمې برخې پاتې چارو بشپړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.
د طالبانو ریاستالوزراء د سې شنبې په ورځ (د کب اتمه) نیټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کمیسیون له ۳۱ پروژو څخه د دغو ۲۵ پروژو قراردادونه منظور، د پنځو پروژو قراردادونه لغوه او د یوې پروژې قرارداد بیاځلې داوطلبۍ ته وړاندې کړ.
د خبرپاڼې له مخې، د یادو پروژو په پلې کېدو به سلګونو کسانو ته کاري زمینې برابرې شي.
د یادولو وړ ده، چې په خبرپاڼه کې د دغو پروژو د پلې کولو د پیل د کره وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.