د افغانستان د کراټې ښځینه لوبغاړو په کسپین نړۍوال جام سیالیو کې دویم مقام وګاټه

د افغانستان د کراټې کډوالو لوبغاړو د کسپین د نړۍوال جام سیالیو په دویم پړاو کې دویم مقام وګاټه. د افغانستان لوبډلې چې دغو سیالیو کې یې د پنځو کټګوریو سره ګډون لاره، دوه د سرو زور، درې د سپینو زرو او اووه د برنزو مډالونو په ګټلو سره یې له ایران وروسته دویم مقام خپل کړ.

دغه سیالۍ د کب په ۶مه او ۷مه د ۵۰۰ لوبغاړو په ګډون د اذربایجان، پاکستان، افغانستان، عراق، هندوستان، ارمنستان، سریلانکا او شلو نورو لوبډلو ترمنځ د ایران د تهران په شهرستان شهریار کې ترسره شوې.
د افغانستان د کراټې ښځینه لوبغاړو ډله هم د ۱۵ لوبغاړو او دوه روزونکو (سکینه براتي او پریا رحماني) په برخه اخیستنې په دغو سیالیو کې ګډون کړی و او وتوانېدې، چې له ایران وروسته دویم مقام خپل کړي.
په دغو سیالیو کې عراق درېیم ځای خپل کړی دی.
د افغانستان په استازیتوب هانیه محمدي او شیرین حسیني د سرو زرو مډال شکیلا زواري، مطهره سادات حسیني او نازنین زهرا حسیني د سپین زرو مډال نرګس رضایي، محدثه خاوري، هانیه سادات حسیني، کوثر سادات حسیني، فایزه محمدي، معصومه حسیني او عزیزه محمدي د برونزو مډالونه ګټلي دي.