مریم نواز شریف د پاکستان د پنجاب ایالت د اعلی وزیرې په توګه وټاکل شوه
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/3bfda69899f6ff5c9bf9b763166a04037a757df6-800x600.jpg?rect=0,75,800,450&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
مريم نواز شريف د ٢٢٠ رايو په ترلاسه کولو سره د پاکستان د پنجاب ايالت د اعلی وزيرې په توګه وټاکل شوه. دا لومړی ځل دی، چې یوه ښځه د پاکستان د یوه ایالت اعلی وزیرې په توګه ټاکل کیږي.
د هغې سيال نوماند رانا افتاب خان چې د اهل سنت د یووالي شورا لخوا نومول شوى و، د خپل ګوند له رایې ورکولو څخه د بايکاټ له امله هيڅ رايه ترلاسه نه کړه.
د غونډې په پیل کې رانا افتاب خان او نور ملاتړي یې د پنجاب ایالت صوبايي اسمبلۍ څخه هغه وخت ووتل، چې د مجلس رییس ورته د خبرو اجازه ورنکړه.
مریم نواز شریف د مسلم لیګ ګوند غړې او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف لور ده.