ايرلنډ کرېکټ لوبډله له افغانستان سره د لوبو لپاره ابوظبۍ ته ورسېده

د افغانستان کرېکټ بورډ نن خبر ورکړ، چې اېرلنډ لوبډله متحده عربي امارتو ته رسېدلې، چې له افغان کرېکټ لوبډلې سره د ۷ سیالیو لوبلړۍ ولوبوي. د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخی، افغانستان او اېرلنډ يوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوريزه لوبي سره کوي.

دافغانستان او اېرلینډ کرېکټ لوبډلو تر منځ د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لوبلړۍ راتلونکې چهار شنبه په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.

دغه لوبې به د روانې فبرورۍ په ۲۸ مه پيل او د مارچ مياشتې تر ۱۸ مې نېټې به په شارجه نړیوال کرېکټ لوبغالي دوام وکړي.

دا لومړۍ ځل دی، چې افغانستان او اېرلنډ لوبډلې د ۷ لوبو په اوږده لوبلړۍ کې د يو د بل سره مخ کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او سریلانکا تر منځ لوبلړۍ چې تېره اونۍ پای ته ورسېدله افغانستان له ۷ سیالیو څخه ۶ سر په سر وبایللې.