د روسیې د برید دویمه کلیزه؛ څلور لوېدیز مشران له اوکراین سره د پیوستون لپاره کیف ته تللي
د ایټالیا، کاناډا او بلجیم لومړی وزیران د اروپايي کمېسیون له رییس سره یوځای نن کیف ته ورسیدل، چې د اوکراین د جګړې د دوهمې کلیزې په مناسبت د پیوستون څرګندونه وکړي. د جمعې په ورځ د امریکا لخوا پر روسیې نوي او پراخ بندیزونه ولګول شول.
په کیف کې د دغو مشرانو حضور په داسې حال کې له اوکراین سره د مرستې لپاره د لویدیځ پر ژمنو ټینګار دی، چې دغه هېواد د پوځي تجهیزاتو له زیاتېدونکي کمښت سره مخ دی.
دې کار د مسکو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې د کیف چارې اغېزمنې کړې دی.
د اروپایی کمېسیون مشر فون در لاین په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې هغه په کیف کې د اوکراین د خلکو د "غیر معمولي مقاومت" د لمانځلو لپاره و او زیاته یې کړه: "موږ هر وخت ډیر په کلکه د اوکراین په مالي، اقتصادي، نظامي او ملاتړ کې یو. له اخلاقي پلوه." "موږ تر هغه ولاړ یو ترڅو دا هیواد په پای کې ازاد شي."
تمه ده، چې د ایټالیا لومړی وزیر جورجیا میلوني او د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو به د خپل لنډ سفر په ترڅ کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړي.
دغه تړونونه له اوکراین سره د فرانسې او جرمني د میلیاردونو ډالرو په ارزښت له وروستیو امنیتي تړونونو او قراردادونو سره مل دي.
په همدې حال کې، د ۶۱ ملیارد ډالرو مرستې، چې جو بایډن ژمنه کړې وه د متحده ایالاتو په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو لخوا بنده شوې، چې د کیف په هیلو کې یې د پام وړ خنډ اچولی، چې د روسیې ډیر لوی او ښه سمبال پوځ په شا کړي.
جو بایډن به نن د ایټالیا د لومړي وزیر په مشرۍ د نړۍ د اوو لویو اقتصادونو له مشرانو سره په ویډیو کال کې برخه واخلي. زیلینسکي ته هم په خبرو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
ایټالیا چې د اووه کسیزې ډلې پړاویزه مشري کوي، وايي چې د دې غونډې د تنظیمولو موخه دا تصور ننګول دي، چې "لویدیځ د اوکراین له شخړې ستړی شوی او روسیې ګټلې ده."
له نن دوه کاله وړاندې روسي ټانکونه او پیاده ځواکونه له پولې د اوکراین خاورې ته ننوتل، خو اوکرایین په شا وتمبول او د پراخې ماتې مخنیوي سره یې د کرملین هیلې او پلانونه خراب کړل.
خو اوس چې جګړه خپل دریم کال ته داخلیږي، په ختیځه جبهه کې د اوکرایین پوځ زیانمن شوی دی.
په اوکراین کې د لویدیځ د تمرکز د ساتلو په لټه کې، زیلینسکي خبرداری ورکړ، چې که روسیه جګړه وګټي، د اوکراین په سرحدونو کې به ونه دریږي.
له بلې خوا ولادیمیر پوتین دا ډول څرګندونې ردوي. هغه د اوکراین جګړې ته د متحده ایالاتو سره د پراخې جګړې په سترګه ګوري، خو لویدیځ دا برید د "غیر عادلانه تیري" په توګه بیانوي، چې باید بیرته وګرځول شي.
د شنبې په ورځ به په ټول اوکراین کې د دې کلیزې په مناسبت غونډې جوړې شي. د کیف په شمال کې د وژل شویو کسانو د یاد مراسمو په شمول، چې د جګړو پرمهال د ځینو جنګي جنایتونو صحنه وه.
د اوکراین لوی څارنوال د جمعې په ورځ وویل، چې هغه په تېرو دوو کلونو کې د شکمنو جنګي جرمونو د ۱۲۲,۰۰۰ قضیو په اړه تحقیقات پیل کړي دي. روسیه دا ردوي.
پر روسیې نوي بندیزونه ولګول شول
رویټرز په یوه راپور کې لیکلي، چې د اوکراین دریځ اوس د روسیې په پرتله ډیر نازک دی. کلي او ښارونه یې ویجاړ شوي، ځواکونه یې ستړي شوي، مهمات یې په ختمېدو دي او د روسیې توغندي او بې پیلوټه الوتکې نږدې هره ورځ بریدونه کوي.
روسیې په فبروري کې په نهو میاشتو کې خپله لویه بریا ثبت کړه، د ختیځ اوکراین یو ښار یې ونیو او د څو میاشتو خونړۍ ښاري جګړه پای ته ورسېده.
په همدې حال کې، زیلینسکي په دې وروستیو کې په یوه وینا کې ژمنه وکړه، چې بریا د اوکراین په تمه ده.
د کارپوهانو په اند، د پوځ د صفونو د ډکولو لپاره د روسیې ډېر نفوس او د پوځي بودیجې زیاتېدل به د روسیې په ګټه اوږده جګړه پای ته ورسوي ځکه، چې دغه هېواد غواړي د بندیزونو له امله پر چین لا ډېره تکیه وکړي.
بایډن د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل، چې امریکا په اوکراین د پوځي یرغل او د الیکسي نوالني د وژل کیدو په خاطر د روسیې پر ضد تر ۵۰۰ زیات بندیزونه په شمول یوه نوې بسته عملي شي.