د ایران د بشري حقونو ټولنه: هغه ځوان چې له یو پله غورځول شوی او وژل شوی و، افغان کډوال و

د ایران د بشري حقونو ټولنې د هغه ځوان په اړه چې دوه اونۍ وړاندې د ایراني حکومت له یو پلوي له‌خوا «بېرغ ته د سپکاوي په تور» له یوه پله تر غورځولو وروسته وژل شوی و، وایي چې افغان کډوال و.

داسې ویل کېږي، چې د ایران امنیتي بنسټونو د الیاس محمدي د وژلو په اړه د هر ډول راپور ورکولو مخنیوی کړی.
د ایران د بشري حقونو بنسټ د پنجشنبې په ورځ په اېکس پاڼه لیکلي، ۱۹ کلن الیاس محمدي د سلواغې په شلمه نیمه شپه د تهران د نیایش په لویه لاره د «حزب‌الله» د یوه غړي له‌خوا وژل شوی و.
الیاس محمدي چې د ورځې له‌خوا به یې میوه پلورله او د شپې له‌خوا به یې د تهران په ښاروالۍ کې کار کاوه له هغه وروسته ووژل شو، چې قاتل د الیاس له‌خوا «د ایران د بېرغ د لرې کولو په تور» د لویې لارې پر سر له یوه پله لاندې غورځولی و.
قاتل ویلي، هغه د «حکومت په ملاتړ» پر الیاس محمدي برید وکړ او هغه یې له پله نه راګوزار کړ.
یو شمېر خبریالانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ایران امنیتي چارواکو د الیاس محمدي د وژلو په اړه په رپوټ ورکولو بندیز لګولی دی.
د دغو سرچینو په وینا، له دغه وژنې وروسته د الیاس د پېژنګلوۍ ټول وسایل له منځه وړي.
د تهران ښار د شورا مشر مهدي چمران د سه شنبې په ورځ د ( کب په لومړۍ) نېټه وویل: «په دې برخه کره مالومات نه لري.»
د همشهري په نامه ان لاین ویب پاڼې چې د تهران ښاروالۍ پورې تړلې ده، لومړی یې د قاتل په اړه د هغه څرګندونې خپرې کړې چې بیا وروسته یې هغه هم ړنګې کړې.
هغه څه چې هم شهري خپاره کړي و، قاتل منلې وه چې «ما داسې ګڼله چې وژل شوی کس غواړي بېرغونو ته سپکاوی وکړي او هغه له منځه یوسي. ما پولیسو ته هم ټیلیفون وکړ او موضوع مې له هغو سره شریکه کړه.»
دغه کس ویلي و، چې له هغه وروسته له مقتول سره په نښته کېوت او هغه یې له پله لاندې وغورځاوه او ومړ.