د ملګرو ملتونو خبرداری: افغانستان کې د روغتیایي کارکوونکو کمښت، د ډېریو ژوند ته ګواښ پېښوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د روغتیایي کارکوونکو کمښت د ډېریو ژوند ته ګواښ پېښوي. له دې سره یونیسېف اعلان وکړ، چې د افغانستان له روغتیايي کارکوونکو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق ویلي، چې شاوخوا ۹.۵ مېلیونه کسان د افغانستان په داسې سیمو کې ژوند کوي چې روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نلري.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان روغتیایي برخه د خرابېدو په حال کې ده.
د روغتیا برخې د کادرونو تېښته، د نړۍوالو مرستو بندېدل، د ښځو پر کار او زده‌کړو د طالبانو خنډونه او د دغې ډلې نور سیاستونه د روغتیا برخې پر وړاندې د پراخو ستونزو څخه دي.
بې پولې ډاکټرانو تر دې وړاندې په یوه راپور کې پوښتلي و، که په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو محدودبتونه دوام ومومي؛ نو راتلونکی نسل به ډاکټران او روغتیاپالان له کومه کړي؟