د بشري حقونو یوه سازمان یو ځلې بیا پر طالبانو غږ کړی، چې منیژه صدیقي دې له بنده خوشې کړي
د فریډم نو په نوم د بشري حقونو یو سازمان له طالبانو یو ځلې بیا په کلکه غوښتنه کړې، چې د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي دې ژر تر ژره خوشې کړي.
دغه بنسټ د اېکس شبکې له لارې پرون د چهارشنبې په ورځ د (کب په دویمه) نېټه ویلي، شاوخوا څلور میاشتې وشوې چې طالبانو منیژه صدیقي له خپله کوره نېولې او د زندان د تورو تمبو شا ته یې ساتلې ده.
دغه بنسټ دا رنګه لیکلي، چې منیژه صدیقي د طالبانو په زندان کې «د سختې ربړونې او ناوړه چلند سره مخامخ» ده.
د بښنې نړۍوال سازمان تر دې وړاندې ویلي و، چې منیژه صدیقي د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې نیول شوې وه چې بیا وروسته مالومه شوه هغه طالبانو نېولې او زنداني شوې ده.
طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د بشري حقونو ګڼې فعالانې نیولې؛ خو په اړه یې د مالوماتو له ورکولو ډډه کوي او د دغو نیول شویو مېرمنو په اړه چوپه خوله دي.